لوبېلوبې خبرونه

اسپانیا د ښځینه فوټبال لولډلې نړیوال جام د ځان کړو

د اساپانیا ښځینه فوټبال لوبډلې انګلند ته په ماتې ورکولو سره نړیوال جام وګاټه

د ښځينه فوټبال نړيوال جام پايلوبه چې د انګلنډ ‌او اسپانيا تر منځ وشوه، د اسپانيا لوبډلې د يوه ګول په توپیر سره وګټله.

د اسپانيا اولګا کرمونا د لوبې په لومړۍ نيمايي، په ۲۹ دقيقه کې ګول وکړ او دغه لوبډله وتوانېده چې تر پايه دفاع وکړي او د انګلنډ‌ لوبډله يې ګول کولو ته پرېنښوده.

د اسپانيا لوبډلې په دويمه نيمایي کې بل مهم چانس هم ترلاسه کړ خو ونتوانېدل چې پېنلټي په ګول بدله کړي.

په سيالۍ کې د لوبڅار له خوا دواړو لوبډلو ته يو يو ژېړ ګارډ ورکړل شو.

پر مخالف ټیم د اسپانیا لوبډلې ګزارونه

د اسپانيا لوبډلې پر مخالف ټيم ټول ۱۳ بريدونه وکړل چې ۵ يې پر هدف يا ګول ولګېدل خو يوازې يو ګول شو. د انګلنډ لوبډلې ټول اته بريدونه وکړل چې یوازې دری يې پر هدف ولګېدل.

تر دې وړاندې د فوټبال نړيوال جام نيمه پایلوبه کې سويډن لوبډلې اسټراليا ته په ماتې ورکولو سره درېيم ځای خپل کړی و.

د دغه سياليو تېره اتلولي امريکا ګټلې وه. دغه هېواد تر نورو هېوادونو ډېر ځله د فوټبال نړيوال جام ګټلی دی.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام، د انګلنډ ښځینه فوټبال لوبډله پای‌لوبې ته لار ومونده

د ښځو نړیوال جام سیالۍ د جولای په شلمه نېټه د اسټرالیا او نیوزیلنډ په کوربتوب پیل شوې چې چې ټولو ۳۲ لوبډلو په کې ګډون درلود.

هغه لوبډلې چې مخکې یې نړیوال جام وړی و

د امریکا، جرمني او ناروې په شان پیاوړې لوبډلې چې مخکې یې څو څو ځله نړیوال جامونه ګټلي وو، سږنيو سياليو کې د دغه جام نيمه پايلوبو او یا پایلوبې ته لار ونه مونده.

د سږنیو سیالیو ګټونکي او د دويم او درېيم مقام ګټونکو لپاره د نغدي جایزو اندازه هم ډېره شوې وه.

هغه لوبډلو چې منځلوبو کې یې سيالي وکړه هر یوې ته یې دوه اعشاریه ۱۸ میلیونه ډالر، څلورم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۴۵ میلیونه ډالر، درېیم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۶۱ میلیونه ډالر، دویم ځای لرونکې لوبډلې ته درې میلیونه ډالر او اتلې لوبډلې ته څلور اشعاریه ۲۹ میلیونه ډالر ورکول کېږي.

د هرې لوبډلې د ۲۳ لوبغاړو له جملې هر لوبغاړی ته په سیالیو کې د خپلې لوبډلې لاسته راوړنې ته په کتو، له ۳۰ زرو ډالرو نیولې تر ۲۷۰ زرو ډالرو پورې ورکول کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button