لوبې

اسیا جام او د افغان لوبغاړو کارکردګي

افغان لوبډلې خپل سفر پای ته ورساوه

بیګا په اسیا جام سیالیو کې افغان لوبډلې په یوې ډېرې بېکاره او خرابې لوبې سره خپل سفر پای ته ورساوه او هند لوبډلې نه یوازې ستره ماتې ورکړه بلکې ډېر زیات ریکارډونه یې هم پرې جوړ کړل، دا چې ولې داسې وشول، هغه بېله موضوع ده او زیات لاملونه لري؛ خو موږ نن په دې بحث کوو چې نبي، کریم جنت، شینواري او حضرت ځاځي په ټول ټورنمنټ کې څه کارکردګي وکړه او برخلیک به یې څه وي؟

محمد نبي چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر دی او د شل اوریزه لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، په روان اسیا جام او تر هغې وړاندې د ایرلېنډ او زمبابوې په سفرونو کې هم ښه ثابت نه شو او په پرلپسې ډول یې خرابه کارکردګي وکړه. نبي د توپ اچونې په برخه کې په ۵ واړه لوبو کې توپ اچونه کړې، ۱۷ اورونه یې ترسره کړي، ۱۲۷ منډې یې ورکړي او یوازې ۳ لوبغاړي یې سوځولي او په توپوهنه کې یې په ۴ لوبو کې توپوهنه کړې، یوازې ۱۶ منډې یې جوړې کړي او اوسط هم ۴ دی.

حضرت الله ځاځي هم خونده نه وه، هغه د اسیا جام په ټولو لوبو کې ولوبېده او اوپنینګ یې ترسره کړ، خو په ۵ لوبو کې ۹۳ منډې جوړې کړې، چې ۳۷ منډې یې لوړې منډې دي او د منډو اوسط یې هم ۲۳.۲۵ دی. بله خوا کریم جنت چې د یوه الراونډر په توګه اخیستل شوی و، په پنځه واړه لوبو کې توپ اچونه ونه کړه، ډګر ساتنه یې خورا خرابه وه او په توپوهنه کې درې ځلې توپوهنې ته راغلی، چې ۱۷ منډې یې جوړې کړي، چې ۱۵ یې زیاتې منډې او اوسط یې ۸.۵۰ دی.

نور یی ولوله | د افغانستان بالر په اړه شعیب اختر څه ویلي دي؟

نور یی ولوله | نسیم شاه د افغان لوبډلې پر وړاندې مهم ریکارډ جوړ کړ

سمیع الله شینواری لوبډلې ته غوره شو

همدغه راز سمیع الله شینواری بیا یوازې د یوې لوبې لپاره لوبډلې ته انتخاب شو؛ خو ځای یې په لوبډله کې معلوم نه شو، ځکه د توپوهنې نوبت ورنغی، توپ اچونې ته رانه وستل شو او په ډګر ساتنه کې یې مهم کیچ وغورځاوه.

دا چې د محمد نبي، کریم جنت، سمیع الله شینواری او حضرت ځاځي کارکردګي دومره خرابه ده او په مخکې مو نړیوال شل اوریز جام دی؛ نو ویلی شو چې په ملي لوبډله کې یې هیڅ حق نه جوړېږي، ځکه دوی په لوبډله ډېر مهم ځایونه نېولي، که دوی بیاهم ازمایل کېږي او په دغه پوزیشنونو لوبېږي؛ نو په نړیوال جام کې به هم د اسیا جام ترخه تجربه تکرار کړو.

نو؛ کرکټ بورډ ته پکار ده چې په بدیلو لوبغاړو غور وکړي او لوبډلې ته داسې ځوانان او غوره لوبغاړي راولي، ترڅو د ملي لوبډلې ترکیب ورسره جوړ شي او په نړیوال شل اوریز جام کې خوندورې لوبې ترسره کړو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button