لوبې

اسیا جام: نن د افغانستان او پاکستان شل اوریزه لوبه ترسره کیږي

پاکستان به فاینل ته ورسیږي

د کرکټ پوهانو په وېنا که په ننۍ سيالۍ کې افغانستان ماتې خوري، نو پاکستان فاينل يا پايلوبې ته رسي. او د افغانستان د ماتې سره به د افغانستان او هند لوبډلې د ټورنامنټ څخه بهر شي

خو که افغانستان په ننۍ لوبه کې پاکستان ته او بيا سبا د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د هند لوبډلې ته ماتې ورکوي او بل لور ته په لسم ستمبر بيا پاکستان سري لنکا ته ماتې ورکوي نو درې لوبډلې به څلور څلور پواينټونه ترلاسه کړي او د هغې نه د مخکې پړاو پرېکړه به بيا د رن رېټ په حساب سره کيږي.

بل لور ته د هند لوبډله په هغه صورت کې مخکې تلی شي چې پاکستان نن د افغانستان او بيا د سري لنکا نه ماتې وخوري او بيا د هند لوبډله د افغانستان نه په ډېرو رنزونو ګټه ترلاسه کړي او د هغې وروسته د هند د لوبډلې رن رېټ بیا هم د پاکستان او افغانستان نه ښه وي.

نور یی ولوله | اسیا جام کې چا ډېرې شپږیزي وهلی؟

نور یی ولوله | وسیم اکرم خپل ټيم کې د څیشي کمي احساسوي؟

افغان لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

د ايشيا کپ په روانو سياليو کې د افغانستان لوبډلې په خپلو لومړو دوه سياليو کې د سري لنکا او بنګله دېش لوبډلو ته ماتې ورکړې خو د سُپر فور په لومړۍ سيالۍ کې يې د سري لنکا نه ماتې خوړلې وه. د ایشيا کپ سُپر فور پړاو ته چې څلور لوبډلې افغانستان، پاکستان، سري لنکا او هند رسېدلي، سري لنکا دوه سيالۍ کړي دواړه يې ګټلي څلور پواينټونه يې ترلاسه کړي دي

پاکستان په سُپر فور کې يوه سيالي کړې او ګټلې يې ده، دوه پواينټونه ورسره دي. افغانستان يوه سيالي کړې خو ماتې يې خوړلې پواينټونه نه لري او هند د سُپر فور پړاو خپلې دواړه سيالۍ بايللي دي يو پواينټ ورسره نشته

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button