سپورټد سپورټ تازه خبرونه – کرکټ، فوټبال او نړیوال سیالۍ

د افغانستان الف لوبډلې بریا؛ هانګ‌کانګ ته یې په اوو وېکټو ماته ورکړه

د افغانستان الف لوبډلې بریا د هانګ‌کانګ پر وړاندې په اوو وېکټو ترلاسه شوه. افغان ابدالیانو د ۶۷ منډو هدف پوره کړ او دروېش رسولي ۵۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې (افغان ابدالیانو) د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام رایزینګ سټارز سیالیو په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې هانګ‌کانګ ته د اوو وېکټو په توپیر ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې لومړنۍ بریا خپله کړه.

دغه لوبه د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۳مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه.

افغان ابدالیانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. هانګ‌کانګ د افغان توپ‌اچوونکو پر وړاندې ښه توپوهنه ونه کړه او په ۲۱.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۶۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان الف لوبډلې بریا او د توپ‌اچوونکو غوره کارکردګي

د افغانستان لپاره الله‌محمد غضنفر غوره توپ‌اچونه وکړه او په اوو اورونو کې یې د ۱۴ منډو په ورکولو څلور لوبغاړي وسوځول.

نصیرخان معروف‌خېل هم اغېزناکه توپ‌اچونه وکړه او یوازې د څلورو منډو په ورکولو یې درې وېکټې واخیستې.

نوید ځدراڼ او بشیراحمد یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې د هانګ‌کانګ یو بل لوبغاړی رن‌اوټ شو.

دروېش رسولي د افغانستان بریا اسانه کړه

افغان ابدالیانو د ۶۷ منډو هدف په ۱۰.۲ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او خپلې ټولې منډې یې ۷۲ ته ورسولې.

دروېش رسولي په ۳۰ توپونو ۵۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. نوموړي په خپله چټکه توپوهنه کې اووه څلوریزې او دوه شپږیزې ووهلې.

د افغانستان لپاره عمران میر ۱۵ منډې جوړې کړې، خو حسن عیسی‌خېل په دوو او بهیر شاه په یوه منډه وسوځېدل.

د افغانستان الف لوبډلې بریا په داسې حال کې ترلاسه شوه چې افغان ابدالیانو خپلې لومړۍ دوه لوبې د سریلانکا او بنګله‌دېش الف لوبډلو ته بایللې وې.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته په شپږو وېکټو او دویمه بنګله‌دېش ته په یوې وېکټې بایللې وه.

افغان ابدالیانو د دریو ګروپي لوبو له ترسره کولو وروسته، په یوې بریا او دوو ماتو سره له سیالیو سره مخه ښه وکړه.

په دې توګه، د افغانستان الف لوبډلې بریا د هانګ‌کانګ پر وړاندې د افغان ابدالیانو د سږني اسیا جام سفر وروستۍ پایله شوه.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button