لوبېلوبې خبرونه

اسیا کپ؛ سریلنکا پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار ومونده

د سریلنکا ټیم به د هند کرکټ لوبډلې سره د پایلوبه کوي

د اسیا جام پای لوبې ته د رسېدو لپاره دا برخلیک ټاکونکې لوبه په وروستي بال د سري لنکا په ګټه تمامه شوه.

دا لوبه چې د سري لنکا په کولمبو کې وه پکې پاکستان سیالې لوبډلې ته په ټاکلو ۴۲ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۲ هدف ټاکلی و.

نور ولولئ: کرکټ؛ هند لوبډلې پاکستان ته په لوی توپیر ماته ورکړه

وروسته سري لنکایي لوبډلې دا هدف د وروستي ۴۲م اوور په وروستي بال داسې مهال پوره کړ چې د دغې مهمې بریا لپاره په یوه بال دوه منډې په کار وې.

دا لوبه وار له مخه په سري لنکا کې د باران له کبله اته اورونه کمه شوې وه.

د پاکستانۍ لوبډله بیټینګ

د پاکستان لخوا وېکټ ساتونکي لوبغاړي محمد رضوان تر ټولو ډېرې ۸۶ منډې وکړې، له ده سره افتخار احمد خورا ارزښتانکه ملګرتیا وکړه او د پاکستان هدف یې څه لوړ کړ کنه پاکستان لومړي پنځه لوبغاړي په ډېرو کمو منډو له لاسه ورکړي وو.

افتخار احمد په دې لوبه کې درې سري لنکايي لوبغاړي اوټ کړل او د پاکستان په ګټه یې ۴۷ منډې هم وکړې.

د پاکستان لخوا د پیل توپ وهونکي عبدالله شفیق هم بد پیل ونکړ هغه ۶۹ بالونو ۵۲ مهمې منډې جوړې کړې.

د سريلنکا بهترین سټارټ

سري لنکا د پاکستان د ۲۵۲ منډو هدف تر لاسه کولو لپاره ډېر ښه پیل وکړ او په لومړیو لسو اورونو کې یې د یوه لوبغاړي په اوټیدو ۵۷ منډې جوړې کړې.

ورپسې بلې وېکټې اوږده ملګرتیا وکړه او د سري لنکا بریا یې څه یقیني کړه که څه هم په وروستیو اورونو کې پاکستاني بالرانو د دوی په ګټه د لوبې ګرځولو هیلې تازه کړې.

نور ولولئ: کرکټ؛ اسیا جام سیالیو کې به نن هند او پاکستان سره مخامخ شي

د پاکستان لخوا وروستی اوور زمان خان وکړ او ویې نشو کړی چې په شپږو بالونو له اتو منډو دفاع وکړي.

له ده مخکې شاهین شاه افریدي په خپل نهم اوور کې دوه وېکټې واخیستې او یوازې څلور منډې یې ورکړې.

پاکستان له دې مخکې په نیمه پایلوبه کې له هند څخه هم تاریخي ماتې خوړلې او له دې بلې ماتې سره یې په دې سیالیو کې سفر پای ته ورسېد.

هند وار له مخه پاکستان او بیا سري لنکا ته له ماتې ورکولو سره د اسیا جام پای لوبې ته وتلی و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button