سیمه ییز خبرونه

اشرف غني وايي، په سیاسي ډګر کې له ‘جنګسالارانو’ سره کار ته چمتو نه یم

پخوانی ولسمشر غني وايي “د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره کار کولو ته هم چمتو نه دی

ښاغلي غني دغه څرګندونې د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې کړې دي

خو نوموړی دا هم وايي، چې د “جنګسالارانو” د سیاسي برخلیک او هېواد کې د اوسېدو په اړه پرېکړه د ولس په لاس کې ده.

مخکيني ولسمشر په اختریز پيغام کې د مشروع نظام پر ژر جوړېدو ټینګار کړی او وايي د طالبانو حکومت د افغانستان مسله نه شي حل کولای.

نور ولولئ: پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي طالبانو افغانستان کې بې ساری استبدادي نظام رامنځته کړی

ښاغلی غني وايي، ولس د دې حق لري چې له “جنګسالارانو پوښتنه وکړي چې ولې یې طلايي فرصتونه ضایع کړل.” خو د ښاغلي غني مخالفان پر ده تور لګوي چې د سولې پر وړاندې یې خنډونه جوړول.

پر نوموړي دا تور هم دی چې پخپله لومړۍ دوره واکمنۍ کې یې ځینې “جنګسالاران” آن خپل ټاکنیز ټکټ ته له ځان سره درولي وو.

پر طالبانو د پخواني ولسمشر غني نیوکې

محمد اشرف غني په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت هم نېوکې کړي دي او وايي “د دین په نامه له دین او ملت سره په شخړه کې دي.”

نوموړي پر طالبانو تور پورې کړی چې د افغانستان کانونه یې “لیلام” کړي دي. ښايي د ښاغلي غني اشاره به د ډبرو سکرو کانونو ته وي چې لویه برخه یې پاکستان او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

خو د طالبانو حکومتي چارواکي تل ټینګار کوي، چې د ډبرو سکاره او نور کانونه په شفاف ډول وباسي.

جبري امنیت بې پایلې دی

ښاغلي غني په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای “جبري امنیت” بللی چې د ده په ټکو “نتیجه نه ورکوي.”

طالبان په افغانستان کې یوه تر ټولو ستره لاسته راوړنه “د امنیت ټینګښت بولي” او ادعا کوي چې “اوسنی امنیت کمساری دی.”

خو د طالبانو حکومت په کور دننه او بهر د نړیوال مشروعیت له نشتوالي سره مخ دی. اوس نږدې دوه کاله کېږي چې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی- داسې څه چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم ترې ناراضه ښکاري.

نوموړي تېره اوونۍ د اطلاعاتو او کلتور له ولایتي مشرانو سره په خبرو کې ویلي و، چې آن مسلمان هېوادونه یې هم حکومت په رسمیت نه پېژني.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button