نړیوال خبرونه

اشرف غني: وړوکې ښارګوټو اوکورونو جوړولو کې دې سټنډرډ باندې زیات تمرکزوشي

پرون د غرمې نه وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روغتیا، ښار جوړولو او ځمکو او ښځو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک عمومي ریاست نوماند سرپرستان د معریفي غونډه ترسره شوه.او په دغه غونډه کې ېې د یادو وزارتونو وزیران معریفي کړل.

یاده غونډه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نوماند او سرپرست وزیر د حکومت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ ښار جوړولو او د ځمکو مدیریت ته د پاملرنې په برخه کې خپل اهداف او لومړیتوبونه جمهوررئیس سره شریک کړل.

ارګ یوه خبرپاڼه کې زیاتوي؛ وروسته د عامې روغتیا نوماند او سرپرست وزیر ډاکتر محمد جواد عثماني خبرې وکړې او د جمهوررئیس له باور څخه د مننې ترڅنګ یې وویل: «ژمنه کوم چې خپلو خلکو ته به خدمت کوم. هغه کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خپلو لومړیتوبونو، په روغتونونو کې اصلاحاتو، د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ښه والي او د خلکو اړتیاوو ته د رسېدو په برخو کې هم خبرې وکړې.»

حسینه ساپۍ: د ښځو چارو وزارت نوماندې او سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ خبرې وکړې او د جمهوررئیس او د هیواد د لومړۍ مېرمنې باور څخه په مننې یې وویل، د ښځو حقونو د ښه والي لپاره به کار وکړم.

د افغانستان بانک عمومي ریاست نوماند او د دې بنسټ سرپرست اجمل احمدي په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د خپلو پخوانیو کړنو په اړه خبرې وکړې وې ویل، هڅه یې کړې چې د جمهوررئیس د لارښوونو پر اساس افغانستان له وارداتي هیواد څخه په صادراتي بدل کړي، ترڅو ښې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې شي. وموړي زیاته کړه، کابینه د ټول هیواد هېنداره ده او وزارتونه او نورې ادارې له ټول افغانستان سره تعلق لري.

ولسمشر غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: «د دولت دنده د هیلو رامنځته کول دي او موږ د هیلو ټیم یوو او په سختو شرایطو کې زموږ مسوولیت زیاتېږي چې هیله رامنځته کړو.»هغه زیاته کړه، خپل ملت ته باید د خدمت کولو غښتلې، ملي او اسلامي اراده ولرو. ملت له موږ تمه لري داسې میراث پرېږدو چې د سولې او هوساینې لپاره د هیواد لیدلوری روښانه وي.

جمهوررئیس وویل:

«ژمن او مصمم ټیم رامنځته شوی او د یوه واحد ټیم په توګه د افغانستان د حکومت رهبري به ستاسو په خدمت کې وي او تاسو په دولت تکیې ته د یوه اساسي بنسټ په توګه وګورئ.»

ښاغلي غني د ښارګوټو د تنظیم په برخه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت نوماند وزیر څخه وغوښتل چې دغه سکتور باید لا زیات حرکت وکړي. هغه زیاته کړه، خلکو ته دې سټنډرډ ښارګوټي، ارزان بیه او د باور وړ کورونه جوړ شي او د افغانستان د لویو ښارونو رنګ ته بدلون ورکړئ.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر د کابینې غړو ګمارنو ته دوام ورکړۍ دۍ او ښايي دغه تر خلاثیدو پورې لا هم دوام وکړي که دا هم باید یاده کړو چې د ډاکټر عبدالله لجوا لا هم کابینې ته د خپل ټیم غړي ندي معریفي کړی خو بیا د دغې ټیم مهم کسان وايي چې ډېر ژز به کابینې ته خپل غړي معریفي کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button