ژوند

اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

د پاکستان نظامي او امنیتي چارواکي وايي، افغان کډوالو ته ورکړل شوی وخت پوره کېږي او موږ یې په زور باسو

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د هر پاکستاني وګړي خوندیتوب ورته «ډېر ارزښت» لري او نه غواړي چې له ګواښ سره مخ شي؛ له همدې امله په راتلونکې میاشت کې په جبري توګه د ناقانونه کډوالو بېرته ستنولو ته چمتو دي.

نور ولولئ: اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

پاکستاني چارواکو د اکټوبر ترپایه پورې د ناقانونه کډوالو لپاره ضرب الاجل ټاکلی، چې په خپله خوښه ووځي او یا به د جبري اېستلو سره مخامخ شي، دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې دغه هېواد په وسله‌والو بریدونو کې د افغانانو د ښکېلتیا خبره وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي یو ځلې بیا د افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته ګوت څنډنه کړې، چې دوی د ناقانونه کډوالو د اوسېدو زغم نه لري او له زوره کار اخیستلو ته هم اړ وتي دي.

هغه په خپلې تازه څرګندونو کې ویلي، چې دا یې بې اسناده کډوالو ته وروستۍ وینا او خبرداری دی.

د پاکستاني وزیر په وینا، دوی د نومبر میاشتې تر پیله ټولو ناقانونه کډوالو ته له پاکستانه د وتو وخت ورکړی او که څوک په رضا له پاکستانه نه وځي، په زوره به یې وباسي.

پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو شمېر تر ۱،۷ مېلیونه تنو ته رسېږي.

د افغان کډوالو لپاره د طالبانو اقدامات

له هغه مهاله چې کډوالو ته نوی ضرب الاجل وټاکل شو، په تېرو څو اوونیو کې د شاوخوا یوسلو پنځوس زرو تنو د په زوره ویستل کېدو خبرونه هم خپاره شوي دي.

په افغانستان کې بیا واکمنو طالبانو په زوره د افغان کډوالو د اېستلو لپاره یو لړ ګامونه اخیستي او په ځینو سرحدي سیمو کې یې لنډمهاله پنډ غالي وار د مخه جوړ کړي دي.

نور ولولئ: له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو ضرب الاجل نږدې شوی، طالبان څومره تیاری لري؟

دا رنګه طالبانو تېره ورځ د داسې یو کمیسیون د جوړېدو خبر هم ورکړ چې په وخت سره د کډوالو ستونزې هوارې کړي.

پر طالبانو یو شمېر نېوکه کوونکي وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ستنولو کې له پاکستان سره د طالبانو لاس دی، ځکه د دوی په باور، په دې برخه کې د طالبانو نرمښت دا ښيي چې ګواکې د پردې تر شا دواړه غاړې یو لړ جوجاړيو ته سره رسېدلي؛ خو دا هغه څه دي چې تر اوسه یې د خپلواکو سرچینو له‌خوا پخلی نه دی شوی.

د پاکستان له خبرداری سره سره لا هم افغان کډوال په پاکستان کې دي او تر اوسه په هغه کچه افغانستان ته نه دي ستانه شوي لکه څه ډول چې لازمه وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button