تجارت خبرونه

افغانان هر کال پر درملو یو میلیارډ ډالر مصرفوي

افغانان هر کال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت چې لوی رقم دی، درمل پېري

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانان د خپلو ناروغیو د درملنې او درملو پېر لپاره هر کال یو میلیارډ ډالر مصرفوي.

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولانو دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د کورنیو درملو د تولیداتو نندارتون د پرانېستلو پر مهال کړي دي.

ددې لوی رقم لامل د درملو بې‌کفایتي او قاچاق بلل شوی

د یادې ادارې رییس عبدالباري عمر د خپلو خبرو پر مهال وویل، د سیمې هېوادونو په کچه افغانستان کې د درملو  استفاده ډېره ده او په وینا یې، لامل یې هېواد کې بې‌کیفیته درمل او قاچاق دی.

هغه وویل: «۴۰ میلیونه نفوس باید ولې د یو میلیارډ ډالرو درمل مصرف کړي؟ که ګاونډیو هېوادونو ته فکر وکړو، نو د دوی نفوس به له ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه وي، خو هر کال له شپږ تر اته سوه میلیونه ډالرو درمل مصرفوي، زموږ ولې یو میلیارډ دالر دي.»

نور ولولئ: افغانستان کې د نس ناستی ناروغي په ډېرېدو ده

یاد نندارتون کې مسوولانو زیاته کړه، دا مهال هېواد ۶۲ کارخونې د درملو تولید برخه کې کار کوي چې شاوخوا ۸۱۰ قلمه درمل تولیدوي. د درملو تولیدونکو شرکتونه وايي، که هېواد ته د درملو د قاچاق مخه ونه نیول شي، د درملو تولید کارخونې به له دیوالي‌کېدو سره مخ شي.

په افغانستان کې د درملو صنعت

د افغانستان د درملو صنعت استازي سیدنور پاشا وویل: «که دا وضعیت او د بې‌کیفیته درملو قاچاق روان وي، هېواد کې به نه یوازې دا چې د درملو د تولید کارخونې زیاتې نه‌شي، بلکې هغه چې اوس فعالې دي، یوه یوه به وتړل شي.»

د درملو تولیدونکي همداراز ټينګار کوي چې خلک دې هېواد کې له تولید شویو  کورنیو درملو استفاده وکړي او له حکومت غواړي، د هغو درملو د وارداتو مخه دې ونیسي چې په کور دننه تولیدېږي.

د درملو تولید شرکتونو یوه استازي مصطفی وویل: «هغه درمل چې په کور دننه تولیدېږي، نړیوال معیار لري، هیله مو دا ده، هغه درمل چې له هېواده بهر راواردېږي، بندې دې شي، څو خلک له خپلو محصولاتو استفاده وکړي.»

د یادونې وړ ده چې هر میاشت زرګونه افغانان د خپلو ناروغیو درملنې او تشخیص لپاره له هېواده بهر ځي او یادو هېوادونو کې د خپلې درملنې لپاره میلیونونه افغانۍ لګوي او همدارنګه دوی هره ورځ د تورخم، سپین بولدک او په خوست کې د غلام خان بندر له لارې پاکستان ته په تداوي پسې روان وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button