افغانستان او ایران کې زېږېدلي کاناډایان امریکا ته نه شي ننوتلی

اړوند خبرونه:
د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه
طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د سختو پالیسیو وروسته، د کاناډا ورځپاڼې ګلوباند میل راپور ورکړ، ځینې کاناډایی اتباع چې په ایران او افغانستان کې زېږېدلي دي امریکا ته له ننوتلو منع شوي دي.
ورځپاڼې تېره ورځ (جمعه، د مارچ ۲۸مه) راپور ورکړ چې له دې کسانو څخه د پولې څخه د تېرېدو پر مهال سختې پوښتنې وشوې، او ځینې یې حتی د ننوتلو مخه ونیول شوه.
په راپور کې راغلي چې دا اقدام د بهرنیو اتباعو د تفتیش په اړه د ټرمپ ادارې د سختو پالیسیو په تعقیب دی.
خو، په کاناډا کې حقوقي کارپوهانو له حکومت څخه غوښتي چې متحده ایالاتو ته د سفر د ګواښونو په اړه رسمي خبرداری ورکړي، چې پکې د ویزې لغوهکېدو، د نکسوس کارت لغوه کیدو، یا حتی د نیولکېدو او له متحده ایالاتو څخه د شړلو امکان شاملکېدی شي.
امریکا ته د کډوالو پر ننوتلو بندیز وروسته له هغه سخت شو چې ډونالډ ټرمپ د کډوالو د سختې څارنې اجرایوي فرمان صادر کړ.