افغانستان ایرلینډ ته شل اوریزه لوبه کې یو ځل بیا ماتې ورکړه
افغانستان ښه توپ وهنه وکړه
افغانستان په څلورمه شل اوریزه لوبه کې د ښې توپوهنې ترڅنګ ښه توپ اچونه هم ترسره کړه، چې له ایرلینډ نه يې لوبه وګټله او لوبلړۍ يې هم مساوي کړه.او د عام افغان ولس زړونه ېې وګټل
لوبه د باران له امله وځنډیده
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ څلورمه نړیواله شل اوریزه لوبه په بیلفاسټ کې ترسره شوه. د باران له امله لوبه په ځنډ پیل شوه، چې ۱۱-۱۱ اورونه لوبه ترسره شوه. ایرلینډ د ټاس ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه. افغانستان په ټاکلو ۱۱ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې، چې نجیب الله ځدراڼ ۵۰ او راشد خان ۳۱ منډې وکړې. د ایرلینډ له خوا نه ګاریټ ډیلاني ۳ لوبغاړي وسوځول
نور یی ولوله | جیکي چن خواړه نه ضایع کوي
نور یی ولوله | افغان لوبغااړي عثمان غني لندن مې واده وکړ
د ۱۳۳ منډو هدف په تعقیب کې ایرلینډ په ټاکلو ۱۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۵ منډې وکړې او افغانستان د ۲۷ منډو په توپیر په لوبه کې بریا خپله کړه. د ایرلینډ لپاره جارج ډوکریل تر ټولو زیاتې ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د افغانستان له خوا نه فرید احمد ملک ۳، راشد خان او نوین الحق ۲-۲ او عظمت الله عمرزي ۱ ویکټ واخیستې.
د یادولو وړ ده، چې د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ لومړۍ او دویمه لوبه ایرلینډ ګټلې وې او دریمه او څلورمه لوبه افغانستان وګټله، چې اوس لوبلړۍ په ۲-۲ سره مساوي ده او پنځمه لوبه به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله معلومه کړي.