Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

اقتصاد او سوداګري

افغانستان بانک: بانکي محدودیتونو مالي انزوا سره مخ کړي یوو

سرپرست رئیس هدایت الله بدري م.م. ته شکایت کړی چې بندیزونو له ستونزو سره مخ کړي

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژيم سرپرست رئیس هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره لیدلي.

طالبان وایي په دې غونډه کې پر ګډو همکاریو، پر بانکي سکتور د محدودیتونو، خصوصي سکتور د ودې، د افغانستان اسعاري زیرمو او یو شمېر اړوندو موضوعګانو خبرې وشوې.

د افغانستان د بانکوالۍ پر سکتور وضع بندیزونه او ستونزې

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لپاره د طالبانو واکمن هدایت الله بدري وویل چې د افغانستان د بانکوالۍ پر سکتور وضع شویو بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزه کړې ده او دې محدودیتونو نړیوالو مالي سیستمونو ته د افغان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی دی، دا محدودیتونه د مالي انزوا لامل شوي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولې ده او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

طالبان او نړیوال شریکان

بدري له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره پر ګډو همکاریو ټينګار وکړ او د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د ملګرو ملتونو رول د ارزښت وړ یاد کړ. نوموړي وویل چې د مالي مؤسسو په ګډون له نړیوالو شریکانو سره په ګډ کار کې د ملګرو ملتونو هڅې د افغانستان پر بانکي نظام باندې د بندیزونو د منفي اغېزو په کمولو کې خورا مهمې دي.

نور ولولئ: اوچا: په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي

د افغانستان بانک واکمن له کنګل څخه د زیرمو په خلاصون کې له ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

طالبان وایي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي هم له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې نړۍ له افغانستان سره په ټولو برخو کې د غوره اړیکو غوښتونکې ده.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، افغانستان کم ساری بشري او اقتصادي ناورین تجربه کوي، خو له دې سره بیا هم طالب چارواکي د اقتصادي پرمختګونو ادعاوې کوي.

طالبان د ناورین په دوامداره کیدو نړیوال ملامتوي، خو نړیوال او د طالبانو منتقدان دوی ګرموي، چې ګواکې په افراطي کړنو یې نړیوالو سره د تعامل مخه نیولې او د دغه وضعیت ټولو نه درنه بیه بېوزله او ناورین ځپلي افغانان پرې کوي. همدارنګه طالبان رسمیت غواړي، خو د نړۍ لپاره هغه شرطونه نه پوره کوي چې یو دولت یې باید سرته ورسوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button