اقتصاد او سوداګري

افغانستان بانک: سبا به ۲۰ میلیونه ډالر لیلام ته وړاندې شي

اړوند خبرونه:

د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی

نن به د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي

د افغانۍ د ثبات او ارزښت‌ساتنې په موخه، افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا (پنجشنبې، د حمل ۲۱مه) شل میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري.

افغانستان بانک په شرایطو برابر له سوداګریزو بانکونو او د پولي خدمتونو له ټولو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون کوي او د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.”

افغانستان بانک همداراز نن ورځ د یو امریکايي ډالر بیه شاوخوا ۷۲ افغانۍ اعلان کړې ده.

تر دې مخکې هم د افغانۍ د ثبات او ارزښت‌ساتنې په موخه میلیونونه ډالر د لیلام په ډول پلورل شوي وو.

بلخوا یو شمېر اقتصادي کارپوهانو د ډالرو لیلام د افغانۍ د ثبات لپاره ګټور بللی، خو تر څنګ یې له هېواده د ډالرو د قاچاق پر مخنیوي هم ټینګار کړی دی.

د ویلو ده چې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ په ښکته‌کېدو سره د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي چې دا کار وخت ناوخت عام افغانان اندېښمن کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button