Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

افغانستان بانک له بانکونو څخه د مامورینو د معاشونو په ایستلو محدودیت لیري کړ

د افغانستان بانک وايي له بانکونو څخه یې د دولتي او غیر دولتي کار کوونکو د معاشونو پر ایستلو لګېدلي محدودیتونه لیري کړل. د افغانستان بانک ویاند صابر مومند نن چهارشنبه اپرېل ۱۲ (وري ۲۴) په یو وډیويي پیغام کې ویلی چې تر دې وروسته ټول دولتي او غیر دولتي کار کوونکي کولای شي له بانکونو څخه خپل معاشونه له محدودیت پرته تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې: “د افغانستان بانک د بانکي او مالي سکټور د بیارغونې له ستراتیژک پلان سره سم او امکاناتو ته په کتو سره دا ځل ددولتي او غیر دولتي کار کار کوونکو په معاشونو باندې موجود محدودیت لیري کړ، له همدې امله ټول سوداګریز بانکونه به د دولتي او غیر دولتي کار کوونکو معاشونه د دوی له غوښتونو سره سم له ځنډ او محدودیت پرته ورکوي.”

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر روانه اونۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د بانکي محدودیتونو د کمولو په اړه د یو منظم میکانېزم جوړولو غوښتنه کړې وه. د۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ مې وروسته چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره سم د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیت ودراوه چې په ورځني ژوند کې یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړل.

نور یی ولوله | محمد عرفان غواړي په شل اوریز نړیوال جام کې ولوبېږي

تر شاوخوا دوو اونیو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۹ مه په کابل کې بانکونو په محدود ډول خپلو مشتریانو ته د پیسو ورکول پیل کړل. د افغانستان د مرکزي بانک او د بانکونو د ټولنې ترمنځ د هوکړې له مخې خصوصي بانکونه په اونۍ کې یو ځل تر ۲۰۰ امریکایي ډالرو او یا هم۲۰۰۰۰ افغانیو پورې پیسې خپلو مشتریانو ته ورکولې.

خو یو شمېر نو عام افغانان او په ځانګړي ډول سوداګر وايي چې دوی اوس هم د طالبانو حکومت لخوا د ټاکل شوي اندازې څخه زیاتې پیسې له بانکونو څخه نشي ایستلی او په دغه برخه هم د محدودیتونو لیري کولو غوښتنه کوي. د بانکونو له خلاصېدوو سره بیا تر دا مهاله کابل او ولایتونو کې د ټولو بانکونو مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وي. بانکونو ته په ورغولو کسانو کې تر ډېره دولتي او غیر دولتي مامورین وي چې د خپل معاشونو د اخیستلو لپاره بانکونو ته ورځي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button