لوبې

محمد عرفان غواړي په شل اوریز نړیوال جام کې ولوبېږي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی محمد عرفان په استرالیا کې د روان کال شل اوریز نړیوال جام څخه مخکې د دغه هېواد ملي لوبډلې ته د راستنېدو په لټه کې دی.

محمد عرفان یوه تلویزون ته په يوه مرکه کې ويلي دي، چې ملي لوبډلې ته د راستنېدو لپاره سخت کار کوي او د باسکټبال د روزنې ترڅنګ يې د فټنس ستونزې تر ډېره حده حل کړې دي.

محمد عرفان ویلي چې د اسټرالیا په پیچونو کې به زما رول خورا مهم وي، نو زه هڅه کوم چې په اسټرالیا کې ترسره کېدونکي شل اوریز نړیوال جام مخکې سل په سلو کې فیټ او په لوبډله کې شامل شم.

نور یی ولوله | په افغانستان کې د تریاکو بيه په بې‌ساري ډول لوړه شوې

ياده دې وي چې محمد عرفان خپله وروستۍ نړيواله لوبه په ۲۰۱۹ کال کې د اسټراليا پر وړاندې ترسره کړې وه، چې تر دې مهاله يې په ۶۰ يو ورځنيو، ۴ ټسټ او ۲۲ شل اوريزو لوبو کې د پاکستان استازيتوب کړی دی.

دا ځل د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ په اسټرالیا کې مهالویش شوي، چې د افغانستان په ګډون پکې اسټرالیا، هند، انګلستان، پاکستان، بنګله دېش، سویلي افریقا او نیوزیلېنډ برخه لري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button