تجارت خبرونه

افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

طالبان وایي، یوه اونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۱۷۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي، د دوی په وینا چې په یوه اونۍ کې دا لوی رقم دی.

دغې ادارې ویلي، د سرطان/چنګاښ له ۹مې تر ۱۵ پورې، د حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۲۳۸۹ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۴۱۵۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۶۳۷ ټنه انتقالات شوي، چې ټول ټال ۷۱۱۷۶ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد پکې شامل دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

په دغو انتقالاتو کې صادرات هم دي

د یادې ادارې په وینا، په دې انتقالاتو کې یوه اندازه صادرات دي چې ډېره برخه یې د انارو جوس دي.

دغه اداره وايي، هڅه یې دا ده چې د لا ډېرو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

بله خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، په سوداګریزو توکو یو بار اورګاډی له چین نه مرکزي اسیا او بیا افغانستان ته روان شوی دی.

نور ولولئ: هرات د اوسپنې پټلۍ کار به تر دوو اوونیو پای ته ورسېږي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني ویلي، که له چین سره صادرات او واردات ولرو،‌ نو له چین سره زموږ د راکړې ورکړې د پراختیا په معنا به وي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له چین نه مرکزي اسیا او بیا افغانستان ته ددغه اورګاډي خوځېدل به سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دغې ادارې څو میاشتې مخکې ویلي وو، روان کال کې د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلوونکې رېل لارې لومړنۍ مطالعه بشپړېږي.

په افغانستان کې د اوسپنې پټلې د طرحې مخینه

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ طرحه که یوه پېړۍ وړاندې جوړه شوې وه، خو ایله د افغانستان د جمهوري دولت په وروستۍ یوه لسیزه کې د شاوخوا دوه سوه کیلومتره رېل‌لارې څښتن شوی و چې اوس کارېږي او هر کال يې د عوایدو کچه هم لوړېږي.

ددغې ادارې مشر ویلي وو، ‌چې تېر کال یې د شاوخوا څلور نیم میلیونه ټنه انتقالاتو شاوخوا درې میلیارده افغانۍ عاید راټول کړی، چې وړم کال دغه عاید څه باندې دوه نیم میلیارده افغانۍ و چې ۲۲ سلنه ډېروالی پکې راغلی.

ددغو انتقالاتو ډېره برخه له منځنۍ اسیا، اروپا، روسیې او نورو هېوادونو افغانستان ته شوي واردات او له افغانستانه دغو هېوادونو ته صادرات جوړوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button