افغانستان

افغانستان ته د خلیلزاد د مېرمنې سفر؛ رښتیا د افغان ښځو وضعیت ښه دی؟

اړوند خبر:

ښځینه فعالانې د افغان ښځو د ژوند ښه والي لپاره د «عملي اقداماتو» غوښتنه کوي

د افغانستان سیاسي وضعیت ته له نږدې کتو سره، د پخواني امریکايي استازي زلمي خلیلزاد مېرمن، ملورین سمالي خلیلزاد، تازه افغانستان ته سفر کړی او ادعا یې کړې چې په هېواد کې د ښځو وضعیت “ښه او د پرمختګ په حال کې” دی.

نوموړې دا څرګندونې له ځینو طالب چارواکو او ادارو سره له ناستو وروسته کړې دي، خو د بشري حقونو د ډلو او افغان ښځینه فعالانو له لوري دا دریځ له سختو نیوکو سره مخ شوی.

په څرګندونو کې څه ویل شوي؟

ملورین خلیلزاد د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې ویلي:

افغان میرمنې فعاله دي، کار کوي او تعلیم ته لاسرسی لري.”

خو د هغې له سفر وروسته، یو شمېر افغان مېرمنو او مدني فعالانو دا ډول څرګندونې “غولوونکي، یو اړخیزې او سیاسي” بللي دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز دی، پوهنتونونه یې د ښځینه محصلینو لپاره تړل شوي، سلګونه ښوونځي بند پاتې دي او لسګونه ښځینه خبریالانې، فعالانې او استاذانې بې‌کاره یا له هېواده وتلې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان دا مهال د نړۍ یوازنی هېواد دی چې په سیستماتیک ډول د ښځو پر تعلیم بندیز لري.

ځینې شنونکي باور لري چې د ملورین خلیلزاد څرګندونې ښايي د طالبانو د بهرني اعتبار د پیاوړتیا یوه هڅه وي، څو وښيي چې “وضعیت عادي” دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړېوالو سازمانونو په ځلونو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لري کړي او هغوی ته د کار، زده‌کړو او ټولنیز ژوند حق ورکړي.

دا هم ولولئ:  د اقتصادي همکاریو پر پراختیا د طالبانو او چین ټینګار

په ټولنیزو شبکو کې ګڼو افغانانو د خلیلزاد د مېرمنې څرګندونې “سپکاوی کوونکي” بللي. یوه فعاله لیکلې:

“موږ د دروازې تر شا له ویرې ژاړو او هغوی له تالارونو داسې غږېږي لکه موږ چې ازاد ژوند کوو!”

د زلمي خلیلزاد مېرمنې سفر که د یو شخصي لید پر اساس هم وي، باید د واقعي وضعیت د انکار لامل نه شي. د ښځو حقونه یو انساني اصل دی، نه سیاسي شعار.

تر هغه چې افغان نجونې ښوونځي ته نشي تلای، کار نشي کولی، او له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې وي، د “ښه وضعیت” تر نوم لاندې دا ډول څرګندونې یوازې د موجودو محدودیتونو پټولو هڅې ګڼل کېږي، نه حقیقتونه.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button