افغانستان ته د سېلانیانو راماتېدل؛ په درېیو میاشتو کې د بهرنیو لیدونکو تګ راتګ زیات شوی

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د ۱۴۰۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته د سېلانیانو راماتېدل او د بهرنیو وګړو تګ راتګ د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د پام وړ زیات شوی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ټولټال ۸ زره او ۵۶۰ بهرنیو وګړو د افغانستان د سرحدي بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې تګ راتګ کړی دی. له دې شمېر څخه ۴ زره او ۵۶۸ تنه افغانستان ته داخل شوي او ۳ زره او ۹۹۲ نور له هېواد څخه وتلي دي.
ډېری بهرني وګړي د نیمروز او هرات له لارې افغانستان ته داخل شوي
د احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، د بهرنیو وګړو ډېری تګ راتګ د نیمروز او هرات له سرحدي بندرونو ترسره شوی، چې دا دواړه د افغانستان له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي دروازو څخه ګڼل کېږي.
چارواکي وایي، افغانستان ته د سېلانیانو راماتېدل د هېواد د تاریخي، فرهنګي او طبیعي سیمو پر وړاندې د بهرنیو وګړو د زیاتېدونکې لېوالتیا څرګندونه کوي. د دوی په باور، د ګرځندوی د ودې دوام کولی شي د افغانستان د نړیوالو اړیکو او اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې هم مثبت رول ولوبوي.
د ګرځندوی پراختیا د اقتصاد لپاره مهم فرصت بلل کېږي
اقتصادي شنونکي باور لري چې د ګرځندوی سکټور پیاوړتیا د هېواد لپاره د عوایدو د زیاتوالي، د خدمتونو د سکټور د پراختیا او د نوو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. همدارنګه د بهرنیو سیلانیانو زیاتوالی د افغانستان د نړیوال انځور په ښه کېدو کې هم اغېزناک تمامېږي. افغانستان ته د سېلانیانو راماتېدل
د کارپوهانو په وینا، که د تاریخي او لرغونو سیمو ساتنې، د ترانسپورټي اسانتیاوو، هوټلونو، امنیت او د ګرځندوی خدماتو ته لا ډېره پاملرنه وشي، نو افغانستان ته د سېلانیانو راماتېدل به په راتلونکو کلونو کې نور هم زیات شي او دا سکټور به د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو سرچینو څخه وګرځي.



