اقتصاد او سوداګريستاسې اند او نظر

افغانستان ته د کرنیزو فني تجهیزاتو د صادرولو په برخه کې د ایران چمتوالی

اړوند خبرونه: 

اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

د ایران د کرنې وزیر ویلي چې ایران د افغانستان د کرنیز سکتور د پراختیا لپاره د همکاریو د ارتقا په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.

د «دانشجو» خبري آژانس د اقتصادي څانګې د راپور له مخې، د ایران د کرنې غلام‌رضا نوری‌قزلجه، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې وزارت له مرستیال سره د لیدنې پر مهال وویل، د ایران او افغانستان خلک له اوږدې مودې راهیسې تاریخي او کلتوري اړیکې لري، او لا هم د دوه اړخیزو اړیکو د پراخېدو په برخه کې هڅې کوي.

نوموړي د ایران او افغانستان د ګډ کمېسیون د تشکیل پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید په جدي ډول تعقیب شي. ددې ترڅنګ د کرنې په برخه کې سندونه باید د ګډ کمېسیون په چوکاټ کې ترتیب او لاسلیک شي.

نوری‌قزلجه زیاته کړه چې ایران چمتو دی چې خپل تخنیکي او انجینري خدمات افغانستان ته وړاندې کړي او د کرنیز صنعت فعالانو ته د پوهې او تجربې د انتقال لپاره کافي بستر، ظرفیت، او تجربه ولېږدوي.

نوموړي وزیر له افغانستان سره د اقتصادي او کرنیزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې د کرنې په برخه کې د کار زمینه ډېره پراخه او متنوعه ده. د ګډ کمېسیون جوړول، د تفاهم‌نامو ترتیب او لاسلیک، کولی شي د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا ته زمینه مساعده کړي.

دا هم ولولئ:  متقي: نړیوال دې پر سوداګرۍ محدودیتونه لرې کړي

د یادونې وړ ده چې د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې د کرنیزو همکاریو اهمیت ته په پام، او د دې سکتور د صادراتو پراخه ونډې ته په کتو، د ایران او افغانستان د ګډو اقتصادي همکاریو کمېسیون مسؤلیت د ایران د کرنې وزارت ته سپارل شوی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button