افغانستانژوند او ټولنه

افغانستان ته د کډوالو له ستنېدو سره د پولیو ناروغۍ ګواښ ډېرېدل

د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې کېدای شي له پاکستانه د کډوالو له راستنېدو سره افغانستان کې د پولیو ناروغۍ پېښې ډېرې شي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، سره له دې چې په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو سره دغه هېواد کې د یادې ناروغۍ خپرېدو ګواښ ډېر شوی دی.

دغه سازمان داسې مهال اندېښنه څرګنده کړې چې، د افغانستان په شلو ولایتونو کې سبا دوشنبه د اګسټ پر ۲۵مه د ګورڼ ضد واکسین کولو کمپاین پیلېږي. دا کمپاین لا دمخه پرون د ختیځ زون په ۴۲ ولسوالیو کې چې د دې ویروس ګواښ پکې ډېر دی پیل شوی دی.

له خلکو د یاد سازمان غوښتنه

د روغتیا نړیوال سازمان پر خلکو غږ کړی چې، خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي او له عمري معلولیته یې وژغوري

افغانستان کې د طالبانو حکومت روغتیا وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د نړیوالو بنسټونو په مرسته به د کمپاین د ډسمبر پر ۲۵مه پیل کړي او تر ۲۸تمې نېټې به دوام وکړي.

نور ولولئ: افغانستان ولې د پولیو واکسین ته اړتیا لري؟

نور ولولئ: د طالبانو حکومت روغتیایي مسوولین وايي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د خلکو ملاتړ اړین دی

د یاد وزارت په وینا: “همدا کمپاین د ختیځ زون په ۴۲ ولسولیو کې چې د پولیو ویروس ګواښ پکې لوړ دی د ډسمبر پر ۲۳مه یل شوی او تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي. په دې کمپاین کې به له لس کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وشي.”

دا هم ولولئ:  پخوانی ولسمشر غني: په کابل کې د شېرپور او وزیر اکبرخان ځمکو اسناد باید وکتل شي

د طالبانو روغتیا وزارت

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، پام کې ده چې د پولیو پر ضد اوسني کمپاین کې اته اعشاریه اته میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي. د طالبانو عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد سږکال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې د اندېښنې وړ بللی او ویلې یې دي چې، د خپلو شریکانو په ملاتړ به تر هغه په افغانستان کې د پولیو پرضد کمپاینونه روان وي چې دا ناورغي ختمه شوې نه وي.

افغانستان او پاکستان اوس مهال په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ مثبتې پېښې په کې شته.

په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.

د یادونې وړ ده چې طالبان پر افغانستان نه حاکم شوي، دوی په لرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین ته د تطبیق اجازه نه ورکوله.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button