افغانستان ته شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال راستانه شوي
طالبان وايي چې نږدې دوه زره کډوال له پاکستان او ایرانه په جبري ډول او خپله خوښه دغه هېواد ته راستانه شوي دي
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له ایرانه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۳۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ له ایرانه ۲۵۶۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.
وارډ چایلډ ته د ماشومانو سپارل
دغه وزارت وايي، په راستنو شویو کډوالو کې ۳۹ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې د کورنیو موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې یې د جګړې د ماشومانو ( وارډ چایلډ) موسسې ته سپارلي دي.
همدارنګه یاد وزارت ویلي چې، په همدغه ورځ د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو ۲۱۲ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي دي.
نور ولولئ: افغانستان ته له څلور سوه زره زیات افغان کډوالو راستنېدل
نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل
نور ولولئ: له پاکستانه جبري راستانه کړی شوي کډوال له شپږ سوو زیات دي
د کډوالو وزارت لیکلي، ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۴ تنه دی د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸ تنه دی د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه کړل شوي دي.
په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدل او افغان کډوال
د کډوالو وزارت لیکلي، ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۴ تنه دی د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمیر ۶۸ تنه دی د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي.
کله چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په پاکستان کې ناامني زیاته شوه، نو د پاکستان داخله وزیر وویل چې په دغو بریدونو کې افغانان ښکېل دي او حاکم طالبان یې باید مخه ونیسي. خو طالبانو بیا بار، بار دغه تورونه رد کړي او په ورته وخت کې د طالبانو ویاند وویل چې داد پاکستان کورني ستونزې ده او هلته دې حل ولټوي.
پاکستان یې په غبرګون کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې، پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د مالوماتو له مخې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۶مې نیټې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۴۳۳۲ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.