لوبې

افغانستان دوهمه لوبه هم وبایلله

ایرلنډ افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ايرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه لوبه کې ايرلنډ افغانستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه. دغه سيالۍ چې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ ښار کې ترسره کېږي د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو به سوځېدو سره ۱۲۲ منډې جوړې کړې چې ايرلنډ د ۱۹ اورو په وروستي توپ پوره کړې. د افغان لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه نه و د پيل دوه لوبغاړي يې رحمان الله ګوربز او عثمان غني د يوې يوې منډې په جوړولو سره وسوځېدل. حشمت الله شهيدي د ۳۶ منډو په جوړولو سره لوبه يو څه کابو کړه خو خپله وېکټه يې د ډېلني په توپ له لاسه ورکړه. ابراهيم ځدراڼ ۱۷، نوين الحق ۱۰، راشد خان ۹، عظمت الله عمرزي ۹، نجيب الله ځدراڼ ۸ او مجيب ځدراڼ يوه منډه وکړه.

د ايرلنډ ګرېټ ډېلني، جاش لېټل، کورټيس کمپر او مارک اډير دوې دوې وېکټې واخيستې.

د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان محمد نبي دوې، مجيب ځدراڼ، فضل الحق فاروقي او نوين الحق يو يو لوبغاړی وسوځاوه. په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، حشمت الله شهیدي، نجيب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل حق فاروقي د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د افغانستان له لوري ولوبېدل.

نور یی ولوله | افغان لوبغااړي عثمان غني لندن مې واده وکړ

نور یی ولوله | جیکي چن خواړه نه ضایع کوي

ټاکل شوې دواړه لوبډلې به په دې لړۍ کې ټولټال پنځه لوبې وکړي، چې تر دې مهاله دواړه ايرلنډ ګټلې دي. نورې لوبې د اګست دولسمه، پنځلسمه او وروستۍ لوبه به د اګست پر اوولسمه نېټه ترسره شي. د دې لوبو لپاره د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او محمد نبي په څېر تجربه کاره ستوري شته، خو ترڅنګ یې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

د تېز بالنګ په برخه کې فضل حق فاروقي، نوین الحق او عظمت عمرزی په لوبډله کې اخیستل شوي دي، چې د مینه والو او شنونکو به ورته ډېر پام وي. افغانستان له دې سیالیو وروسته په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لوبې کوي،‌ او تر هغه وروسته به اسټرالیا ته د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لپاره ځي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button