کورني خبرونه

افغانستان د خوړو د کموالي له ناوړه ناورین سره مخ دی

 افغانستان  افغانستان

د ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چی  افغانستان د خوړو د کموالي له سخت  ناورین سره  مخ دی د ملګرو ملتونو خوړو سازمان ډبلیو ایف پي  مسوولینو خبرداری ورکړ که بیړنۍ مرسته  و نه شي  نو  سږ   کال ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.

مسوولین وايي  داسې احتمالي خطر شته چې څرګندیږی  د افغانستان نیمايي نفوس  نژدې ۲۲ اعشاریه اته میلیونه کسان د  خوراکی  توکو  نه رسیدو له امله  پنځه کلنۍ د کم عمر نژدې درې اعشاریه دوه میلیونه کوچنیان  له کم خوراکۍ سره مخ شي بل  اړخ د کوچنیان ملاتړ نړیوال سازمان مسوولین وايي کابل کې کوچنیان د لوږې له امله  مري او د خوړو  خوره کموالي له امله  نژدې ۱۴ میلیونه افغان  کوچنیان لوږه  تیروی.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د یاد سازمان مسوولین وايي د ملګرو ملتونو د شمېرو   وروسته معلومه شوې چې افغان ماشومان د بل هر وخت پرتله اوس د لوږې له احتمالي خطر سره خورا  مخ دی دې سازمان د ځايي رسنیو یو رپوټ یادونه کړې چې د یوه جومات ملا امام  وايي  د کابل لوېدیځ کې اته بې سرپرسته  کوچنیان د لوږې له امله  مړه شوي . دغه عیني شاهد ځايي رسنیو ته ویلي چې مړو شویو  کږچنیان کې څلور نجونې او څلور هلکان شامل دي چې عمرونه یې د ۱۸ میاشتو او اتو کلونو تر منځ وو

د ډبلیو ایف پي اجراییه مدیر ډېویډ بیاسلې وايي  افغانستان له خورا ناوړه بشري کړکېچه تېرېږي او موږ غمیزې ته شیبې شمارو  یو هېواد په داسې صورت کې پر بهرنیو مرستو تکیه دی چې  جي ډي پي لس سلنه یې پر بهرنیو مرستو تر لاسه کېږي

خو د افغانستان په اړه د نړیوال بانک شمېرې ښيي چې د جي ډي پي ۴۰ سلنه یې له همدې لارې پوره کېده ډبلیو ایف پي مسوولین خبرداری ورکوي چې د ژمي له رارسېدو سره به له هغو افغانانو سره مرسته  هم ستونزمن کړي چې اړمن دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button