تجارت خبرونه

افغانستان د روسیې له خصوصي سکټور سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست د روسیې سن پېټرزبورګ ته په خپل سفر کې د دې هېواد له خصوصي برخې سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. له دې هوکړه‌لیک سره به د کابل او مسکو تر منځ راکړه-ورکړه ډېره شي.

موږ اړتیا لرو چې د دولت تر ریاست پورې تړون ولرو

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «ضرورت دی چې د دولت په دولت موږ یو قرارداد ولرو، څو د روسیې حکومت موږ ته دوه توکي چې غنم او تېل دي، په ارزانه توګه راکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، مسکو ژمنه کړې چې د هېواد سوداګرو ته د وېزې ورکړه اسانه کړي. بل‌خوا د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، روسیه د هېواد د کورنیو محصولاتو لپاره مناسب بازار دی.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وايي: «روسیه یو ښه مارکېټ دی، په تېره چې په حیرتان بندر کې ورسره د ټرانزیټ صادرات ولرو. اوس‌مهال کولای شو، وریجې او کشمش، کچالو او پیاز صادر کړو، ځکه د روسیې ورته اړتیا ډېره ده او که حکومت اجازه راکړي، موږ کولای شو صادرات وکړو.»

نور یی ولوله | افغانستان له روسیې سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیکوي

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: «د روسي تولیداتو لپاره د افغانستان د بازارونو پرانیستل او روسیې د افغانستان صادرات، زما په نظر که سم مدیریت شي او سیاسې ستونزې رامنځ‌ته نه‌شي، اقتصاد ورسره ښه کېږي او د توکو بیې هم ورسره راټیټېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې روسیې ته د څه باندې څلور مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات دلودل او په همدې کال کې افغانستان ته د روسیې د وارداتو کچه څه باندې ۷۸۰ مېلیون ډالرو ته رسېده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button