نړیوال خبرونه

افغانستان د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته

د متحده ایالاتو سوداګریز برجونه

پرون د سپټمبر ۱۱ مه وه؛ هغه ورځ چې یویشت کاله مخکې د امریکا متحده ایالاتونو په سوداګریزو برجونو برید وشو

له دغې پېښې وروسته، امریکا او ناټو په افغانستان برید وکړ او په افغانستان کې یې تر ټولو اوږده جګړه پيل کړه. د څلورو برمته شویو الوتکو له ډلې، دوه الوتکې یې په نیویارک کې پر دوو لوړو ودانیو ووهلې. چې په دغې پېښه کې کابو درې زره تنه ووژل شول.

په هغه وخت کې امریکا د القاعدې شبکه د یادو بریدونو مسووله وبلله او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د القاعدې د له منځه وړلو تر شعار لاندې پر افغانستان برید وکړ. د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیوبوش ویلي وو:«زما په حکم د امریکا نظامیانو د طالبانو په ریژیم کې د القاعدې پر ترهګریزو نظامي اډو خپل بریدونه پیل کړل. په ۲۰۰۱۱ زیږدیز کال کې افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د حضور اوج وو. د رپوټونو پر نبسټ، په دغه کال کې کابو ۱۴۰ زره امریکايي او د ناټو ځواکونو په افغانستان کې حضور درلود.

د امریکايي ځواکونو ننوتل

د سیاسي چارو شنوونکی اسدالله ندیم وايي:«افغانستان ته د امریکايي ځواکونو راننوتل یوه ستره تېروتنه وه

نور یی ولوله | پکتیا کې د نجونو د ښوونځیو حال

نور یی ولوله | د احمد شاه مسعود ورځ

خو پر افغانستان د امریکا له یرغل یوه لسیزه وروسته د پخواني ولسمشر بارک اوباما د القاعدې شبکې رهبر اسامه بن لادن په پاکستان کې اسلام اباد ته څېرمه اېبټ اباد کې ووژل شو. ښاغلي اوباما وویل:«امریکا په یوه عملیات کې چې، په پایله کې یې د القاعدې رهبر اسامه بن لادن چې د نارینه و، ښځو او ماشومانو په ګډون د زرګونه بې ګناه امریکاییانو د وژلو مسوول دی، ووژل شو.

امریکا خپل پوځي ځواکونه افغان ځواکونو ته وسپارل

امریکا او ناټو په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت افغان ځواکونو ته وسپاره. له دې سره سم، ډانلډ ټرمپ کله چې، د امریکا ولسمشر شو له طالبانو سره د خبرو لاره ونیوله او د دوحې هوکړه په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوه او ورسره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې زمینه برابره کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر مایک پامپیو وویل:«د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه د افغانانو تر منځ د ورته اقدام لپاره زمینه برابروي. طالبان د دغې هوکړې د بریا لپاره باید ځينې چارې ترسره کړي او له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې او د داعش تر له منځه وړلو پورې خپلې جګړې ته دوام ورکړي. تر ډانلډ ټرمپ وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وېستنې مسله وڅارله او د دوحې هوکړې په رڼا کې یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستنې پرېکړه وکړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button