Uncategorized

افغانستان د لومړي ځل لپار په ۲۰اوریز نړیوال جام کې اسټرالیا ماته کړه

دا لومړی ځل دی چې افغان کرېکټ ملي لوبډله اسټرالیا ته په نړیواله لوبه کې ماته ورکوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال په شل اوریز نړیوال جام کې د اسټرالیا په څېر د غښتلو توپوهونکو پر وړاندې د ۱۴۹ منډو هدف د غوره بالینګ، غوره فېلډینګ او ښه مدیریت له امله دفاع کړ او دغه لویه او تاریخي بریا یې د افغانستان او د غیور ملت په نوم کړه.

افغانستان په لومړي ځل د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. تردې وړاندې افغانستان په هیڅ لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې نه وه ورکړې.

د افغانستان او سټرالیا لوبډلو تر منځ د نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز په زړه پورې اوپنېنګ

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان پیلیز توپ وهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د ښې ملګرتیا په مټ اسټرالیا لوبډلې ته ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

د اسټرالیا لوبډلې له لورې د افغانستان د ورکړل شوي هدف د پوره کېدو لپاره میکسویل ۵۹ منډې جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي یې د ډیرو کمو منډو جوړولو وروسته وسوځیدل.

نور ولولئ: د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

په دغې لوبه کې ګلبدین نایب د څلورو اورو په لوبولو سره د اسټرالیا څلور، نوین الحق درې، راشد خان او محمد نبي یو یو لوبغاړي وسوځول، او د اسټرالیا لوبډله یې پرینښودله چې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د ګلبدین نایب او نوراحمد لکڼوال په زړه پورې کېچونه

د دواړو لوبغاړو دوو کېچونو وکولی شول چې د لوبې مسیر د افغانستان په ګټه راوګرځوي. راشد خان غوره بالینګ وکړ او نوراحمد لکڼوال تر ټولو خطرناک کېچ تر لاسه کړ.

د افغان لوبډلې پر دغه وروستۍ بریا د دنیا له ګوټ، ګوټ افغانانو د ټولنیزو رسنیو له لارې خپلې خوښۍ له خلکو سره شریکې کړي دي.

د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې د لومړۍ ځل دی چې افغان لوبډله د اسټرالیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو توانیږي.

د اسټرالیا د دغه کار په اعتراض کې هم افغان لوبغاړو د اسټرالیا هېواد په کورنۍ لیګونو کې له لوبیدو څخه ډډه وکړه.

بل لورته تر هغه لوبه د اسټرالیا په لاس کې وه چې ددغه هېواد نامتو توپوهونکی مکس‌ویل ولاړ و، خو د هغه په سوزېدو لوبه د افغان لوبډلې په ګټه راوڅرخېده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button