نړیوال خبرونه

افغانستان سره تر دې دمه تازه څومره مرستې شوې دي ؟

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک مسوولان وايي، نړيوالې ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو نیم میلیارد ډالره مرسته کړې ده. دغه مرستې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په نغدي توګه شوې دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: «تر دې مهاله له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې څه باندې یو نیم مېلیارډ امریکايي ډالرو نغدي مرسته شوې ده چې یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده. 

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې په دې موده کې د نړۍوالې ټولنې مرستې په سم ډول نه لګول کیږي او له همدې امله دغو مرستو د بې وزلۍ پر کمېدو مثبت اغېز نه دی کړی. د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب وايي: «له بده مرغه له افغانستان سره بشري مرستو د بې‌وزلۍ په کموالي کې هېڅ مرسته نه‌ده کړې او یوازې د خوراکي توکو په برخه کې یې په ډېره کمه کچه ستونزه حل کړې ده

نور یی ولوله | د سپین بولدک لاره لا هم بنده ده

نور یی ولوله | ټولنیزو رسنیو کې “پرېږدی افغان نجونې زده‌کړي وکړي” کمپاین پای

اقتصاد وزارت

بل خوا اقتصاد وزارت وایي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ د له منځه وړو لپاره اړتیا ده چې د بنسټيزو پروژو کار پېل شي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري زیاتوي: «یو د کورنیو او بهرنیو پانګونو راجلبول، دویم د سترو اقتصادي او زېربنايي پروژو پلي کول او درېیم د پرمختیايي برنامو پیلول.

تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې څارونکې ادارې سیګار رراپ،ر ورکړی چې واشنګټن لاهم د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکي دی او امریکا د جمهوريت نظام تر سقوط وروسته، له افغانستان سره څه باندې یومیلیارد و سل میلیون ډالره مرسته کړې ده

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button