نړیوال خبرونه

افغانستان سری لنکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ

د افغانستان او شري لنکا تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې شري لنکا ته په ۶۰ منډو ماته ورکړه.

دغه سيالي چې د شري لنکا په پاليکلي کړېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، افغانستان د پچې له ګټلو سره د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه چې شري لنکا ونشوی کړی پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې په ۲۳۴ منډو وسوځېده.

رحمان الله ګربز ۵۳ منډې وکړې

د افغانستان لپاره ابراهيم ځدارڼ تر ټولو ډېرې ۱۰۶ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ رحمان الله ګوربز ۵۳، رحمت شاه ۵۲، نجيب الله ځدراڼ ۴۲ او ګلبدين نايب ۲۲ منډې وکړې. د شري لنکا لپاره ويندو هسرنګا دوې، کسون رجيت، رېنجيا لکشن، لهيرو کومارا او مهېشتکشنا هر يوه يو یو لوبغاړی وسوځاوه.

نور یی ولوله | اا: اسلامي نظام کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي

نور یی ولوله | د تاريخي ځايونو د ساتنې او بيارغاونې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمنه

په توپ اچونه کې د افغانستان فضل الحق فاروقي څلور، ګلبدين نايب درې، يمن احمدزي دوه او راشد خان يولوبغاړی وسوځاوه. د دغو لوبو د چمتووالي لپاره افغان لوبډلې په متحده عرب اماراتو کې تمريناتي لوبې هم ترسره کړې.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لوري رحمن الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي لوبېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button