نړیوال خبرونه

افغانستان مې د غالیو تجارت زیات شوی

د هرات اقتصاد ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې په هېواد کې یو مېلیون او دوه سوه زره مټر مربع غالۍ اوبدل شوې دي. د دې ریاست په وینا، د دغو غالیو ۹۵ سلنه له هېواده د باندې صادرې شوې دي..

د هرات ولایت 

د هرات د اقتصاد رییس محمد زبیر دین دوست وايي: «د سنتي غالیو تولیدات یو مېلیون او دوه سوه زره متر مربع ته رسېدلي او ۹۵ سلنه صادرېږي او پاتې ۵ سلنه په هېواد کې کارول کېږي. ورته مهال هرات کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي وایي، میاشتې-میاشتې د یوې غالۍ په اوبدلو تېروي، خو ګټه یې خورا کمه ده. غالۍ اوبدونکې ارزو عطایي وايي: «کومه زیار چې موږ باسو زموږ د کورنۍ عاید نه‌شي پوره کولای، یانې ډېر کم دی او څومره چې موږ اوبو، عاید یې ډېر کم دی

د غالیو کاروبار 

یوه بله غالۍ اوبدونکې بي بي ګل وايي: «پنځوس کاله وشول چې موږ غالۍ اوبو او پنځوس کلونه وشول چې ښه پلور نه‌لري، تار ګران، پنځه یا پنځه نیم زره دی. د هوایي دهلېزونو په ځنډېدو سره، د هېواد سنتي غالۍ تر ډېره د ځمکې له لارې ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږی

نور یی ولوله | ۵۵ سکهان او هندوان له افغانستانه هند ته ولاړل

نور یی ولوله | په هې،اد کې د ګوزڼ جرړو د لمنځه وړلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان هڅې روانې دي

د هرات غالی پلورونکي: 

د هرات غالۍ پلورونکو ټولنې د مسوولانو په وینا، د دغو سنتي غالیو یوه برخه په قاچاقي بڼه ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي او ورپسې د یادو هېوادونو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي. د هرات د غالۍ پلورونکو ټولنې رییس عزت الله یوسفي وايي: «زموږ قالیني د پاکستان او ایران په نوم صادرېږي. د لوېدیځې حوزې د غالیو صادرولو ټولنې رییس محمد عارف نادري وايي: «هغه نندارتونونه چې له هېواده بهر جوړېږي، زموږ سوداګر په‌کې ګډون نه‌شي کولای

د سنتي غالیو ډېری برخه د هېواد په شمال او لوېدیځ حوزو کې تولیدېږي. دا غالۍ د بېلابېلو رنګونو او ښکلاوو په لرلو سره، نړیوالو بازارونو کې بې‌شمېره مینه‌وال لري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button