لوبې

افغانستان په لومړي ځل په کرېکټ کې سوت افریقا ته په لوی توپیر ماته ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې سوېلي افریقا ته په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې په لوی توپیر ماته ورکړي

د افغانستان او سوېلې افریقا تر منځ د درې ورځنیو لوبو لړۍ پرون چهار شنبه د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغاړي کې پیل شوه چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې سوېلي افریقا ته د ۶ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان سویلي افریقا ته د کرېکټ په یوه نړیواله لوبه کې ماته ورکوي.‌

د دې لوبې پچه سویلي افریقا ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.

د افغانستان پر وړاندې د سوېلي افریقا توپ‌وهنه

سویلي افریقا د ۳۴ اوور تر ۳ توپه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

afghan (57)
عضمت الله عمرزی د بالینګ کولو پرمهال

د سویلي افریقا لپاره تر ټولو ډېرې(۵۲) منډې ویان مولېر وکړې.

د افغانستان له اړخه هم د پیل توپوهنه ښه نه وه او رحمان‌الله ګوربز د لومړي اور پر درېیم توپ د کومې منډې له جوړولو پرته وسوځېد.

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

رحمت شاه هم د اتم اوور په وروستي توپ په داسې حال کې په ۸ منډو وسوځېد چې افغانستان یوازې ۱۵ منډې درلودې.

۶۰ منډو ته د افغان لوبډلې رسېدو پورې ریاض حسن او لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي هم سوځیدلي وو.

په افغان لوبډله کې اوږده ملګرتیا

خو وروسته عظمت‌الله عمرزي او ګلبدین نایب د لوبې تر ګټلو ملګرتیا وغځوله. دوی دواړو نسبتآ چټکه لوبه وکړه او د سویلي افریقا لخوا ورکړل شوي هدف یې په ۲۶م اوور کې ځان ورساوه.‌

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه فضل‌الحق فاروقي ته ورکړل شوه چې ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو.

په دې سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي په نړیوال کرېکټ کې خپلې ۱۰۰ ویکټې هم پوره کړې.

د افغانستان لپاره د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ لوبډله کې رحمن الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ریاض حسن، رحمت شاه، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر او فضل الحق فاروقي اخیستل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی، افغانستان په کرېکټ کې د سوېلي اسیا په څېر یو پیاوړي ټیم ته د ۶ ویکټو په توپیر چې لوی توپیر بلل کېږي، ماته ورکوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button