لوبې خبرونه

افغانستان په کرکټ کې شري لنکا ته ماته ورکړه

افغان کرکټ ټیم په یو ورځنۍ لوبه کې له شري لنکا لوبه وګټله او ۲۶۹ هدف یې پوره کړ

انځور کې ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه زرمتی دي، دوی د لوبې بریا کې مهم رول ولوباوه، افغانستان د شري لنکا د ۲۶۹ منډو هدف یواځې د څلورو لوبغاړو په اوټیدو داسې مهال پوره کړ چې لا د لوبې ۱۹ بالونه پاتې وه.

دا په یو ورځنیو لوبو کې دویم لوی هدف و چې افغانستان یې په ترلاسه کولو بریالی شو

د دریو لوبو د لوبلړۍ په دې لومړۍ بریا کې د ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه زرمتي ونډه له ورایه جوته وه.

ابراهیم ځدراڼ چې له رحمان الله ګربز سره د لوبې پیل ته راوتلی و ۹۸ ارزښتناکه منډې وکړې خو لکه د شري لنکايي چارېت اسالنکا په څير یې سلیزه بشپړه نکړه او کېچ اوټ شو.

وروسته دی د دې مهمو منډو له کبله د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

رحمت شاه له ده سره د ملګرتیا او منډو مخکې وړلو لپاره ورو لوبه غوره کړې وه او په ۸۰ بالونو یې ۵۵ ارزښتناکه منډې جوړې کړې.

نور ولولئ: نور احمد لکڼوال که د الماسو غمی؟

افغان لوبغاړي چې تر ډېره پرې د توپ وهنې برخه کې نېوکې کیږي له شري لنکا سره په ننۍ سیالۍ کې په کسماري ډول ښه وځلیدل.

د دوی دواړو له سوځیدو وروسته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۳۸ منډې چوړې کړې او محمد نبي هم په ۲۷ ناسوځیدلو منډو تر بریا ولاړ و.

د بریا لپاره وروستۍ رنځ نجیب الله ځدراڼ وکړ او داسې مهال چې افغان خوا یوازې څلور لوبغاړي سوځيدلي و له شري لنکا یې دا لومړۍ لوبه وګټله.

په بالینګ کې د شري لنکا ټیم رول

د شري لنکا لخوا راجیتها په لسو اورونو کې دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

له دې بریا سره که افغانستان یوه بله لوبه وګټي لوبلړۍ به هم په خپل نوم کړي، له دې وړاندې تېره نومبر میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دریو لوبو لوبلړۍ یوه یوه برابره تمامه شوې وه.

هغه مهال دریمه لوبه د باران له کبله ونشوه.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبغاړي ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او مقابل لوبډلې ته دومره چانس نه ورکوي چې د دوی پر وړاندې مقابله وکړه او لوبه ترې وګټي. د کرکټ پوهانو په نظر، افغان کرکټ ملي لوبډله په کرکټ کې د ښې ایندې لرونکې ده او نوره هم ځلېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button