ځاییکورني خبرونه

افغانستان کې، تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲ سوه کسان ترافیکي پېښو کې مړه شوي

د طالبانو تر واک لاندې د ترافیکو لوی ریاست وايي، تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۰۰ کسان ترافیکي پېښو مړه کړي

هاخوا ولس شکایت کوي چې کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی او د ترافیکي لوی ریاست په شمول د ټولو مسلکي او تخنیکي ادارو مسئولیت له ملایانو سره دی.

‏تازه، د طالبانو د ټرافیکو ریاست کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته ويلي، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډیر ټپیان شوي دي.

ویل کیږي، د موټرو د ټکر دغه پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شوې دي.

په مړه شویو کسانو کې څوک دي؟

د طالبانو د ټرافیکو لوی ریاست په کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د موټرو د ټکر او اوښتو په پېښو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ۱۲ سوه کسان مړه شوي، چې له ډلې یې ۷۲۰ تنه سړي، ۱۰۳ تنه ښځې او ۳۷۷ تنه یې ماشومام دي.

د دغه ریاست چارواکو ویلي، چې په دغو ټرافیکي پېښو کې تر څلورو زرو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

نور ولولئ: افغانستان کې په ترافیکي پیښو کې ۲۲ تنه وژل شوي

نور ولولئ: مکسیکو کې د لارۍ اوښتو له امله ۵۴ وګړی وژل شوي

د طالبانو د ټرافیکو ریاست رسنیو ته ويلي، چې دغه مرګ ژوبله په ۲۷۰۰ ټرافیکي پېښو کې رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې تر ډېره پورې ټرافیکي پېښې د چلوونکو د ګړندي تګ، د چپ لاس موټر او له ټرافیکي اصولو د چلوونکو سرغړونې ښودل کیږي چې د ګڼو هیواد والو ژوند ترې اخلي.

نامسلکيتوب او بې احتیاطي

د طالبانو د ترافیکو ریاست د ۱۴۰۳ وري میاشتې ۲۷مه ویلي و چې یوازې د اختر په شپو او ورځو کې په ۱۰۲ ترافیکي پېښو کې ۵۰ کسان مړه شوي او ۱۸۵ تنه نور ټپیان شوي وو.

د موټر او موټرسایکل چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول، ګړندی تګ او د ماشومانو له لوري د وسایطو چلول د ترافیکو پېښو د رامنځته کېدو نور لاملونه بلل شوي. که څه هم د طالبانو د ټرافیکو ریاست روان کال د بې شمېره ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د یوې تګلارې د جوړېدو خبره کړې وه خو لا هم نه ده څرګنده چې دغه تګلاره تر اوسه پورې ولې نه ده عملي شوې.

په ورته وخت کې خلک له موټر چلوونکو هم غواړي چې د سفر کولو پر مهال له احتیاطه کار واخلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button