نړیوال خبرونه

افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ خلکو د کورونا خطرونه هېر کړي

په دې ورځو کې په چین او د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې د کورونا ویروس خپرېدل زیات شوي دي، خو ظاهراً په افغانستان کې خلک د اقتصادي ننګونو له امله د کورون ویروس خطرونه هېر کړي دي. او تر ډېره د کورنیو د لګښتونو د پيدا کېدو په لټه کې دي.

د کابل ښار په دواټونو کې روغتیایي سپارښتنو ته له پاملرنې پرته د خلکو ګڼه ګوڼه د دې ښودنه کوي چې خلک د کورونا ویروس خطرونه جدي نه ګڼي. د پلازمېنې د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، فقر، بې وزلي او نورې اقتصادي ستونزې دومره زیاتې شوې دي چې دوی د کوویډ نولس ناروغۍ خطر هېر کړی دی.

 

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي:«څلوېښت کاله کېږي چې زموږ په هېواد کې جګړه ده، بدبختي ده، کورونا موږ ته هېڅ هم نه وايي، دا بدبختي موږ وژني.» د کابل بل اوسېدونکي هم څرګنده کړه:«موږ شکر هره ورځ خپل کار ته راځوو؛ په خپل کار بوخت یوو د کورونا په کیسه کې نه یوو.»

نور یی ولوله | د افغانستان او زمبابوې د لوبو تازه مهالویش اعلان شو؛ شل اوریزې لوبو شمېر کم شوی

بل خوا د افغان – جاپان روغتون مسوولان وایي چې اوس مهال دغه روغتون ته هره ورځ د کورونا ویروس د تشخیص او درملنې لپاره تر شپېتو زیات کسان ورځي. د افغان – جاپان روغتون رییس زلمی ريښتین وايي:«په یوې وروستۍ اوونۍ کې د بستر او سراپا ناروغانو شمېر زیات شوی دی. هره ورځ موږ ۶۰ ناروغان لرو چې ۵ یا ۶ تنه یې بستر کېږي، د نورو د معاینې پایله مثبته وي، دا چې نازک نه دي بستر کېږي نه.»

خو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کورونا ویروس له نوې څپې سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري او د روانې زیږدیزې میاشتې په اته ویشتمه به په هېواد کې د کورونا وېروس د واکسین کمپاین پېل کړي.

 

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل:«د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا له موږ سره د ۱۲۰ زره نویو تشخیصیه کېټنو مرسته شوې ده؛ همدارنګه نوې ماشینري چې د کورونا د تشخیص لپاره اړتیا ده، کابل ته رارسېدلې ده او په ټولو مرکزي لابراتوارونو کې نصب شوې ده او راتلوونکو څو ورځو کې به عملاً افتتاح شي.» د عامې روغتیا وزارت په وینا، اوس مهال په ټول هېواد کې د کوويډ نولس ناروغۍ د درملنې پنځه منظم روغتونونه فعالیت لري او د ولایتي په کچه ځینې نور روغتونه هم په نسبي ډول فعالیت کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button