لوبې

د افغانستان او زمبابوې د لوبو تازه مهالویش اعلان شو؛ شل اوریزې لوبو شمېر کم شوی

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو او درې یوه ورځنیو لوبو لړۍ څخه دوه شل اوریزې لوبې لغوه شوي، اوس به درې شل اوریزې او درې یوه ورځنۍ لوبې ترسره شي.

افغانستان کرکټ بورډ نن ورځ له زمبابوې سره د لوبو مهالویش اعلان کړ، چې پکې درې شل اوریزې او درې یوه ورځنۍ لوبې مهالویش شوي دي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به د درېيو يوه ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه د جون په ۴مه، دويمه يې د جون په ۶مه او درېيمه يې د جون په ۹مه مهالویش شوې ده.

نور یی ولوله | د ا.ا د فرمانونو د عملي کېدو لپاره د امر بالمعروف وزارت ټينګار

همدا راز د درېیو شل اوریزه لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه به د جون ۱۱مه، دویمه ۱۲مه او دریمه ۱۴مه نېټه ترسره شي او پاتې دوه شل اوریزې لوبې لغوه شوي دي.

د ویلو ده چې افغان ملي لوبډله د روان کال د اګست له ۹مې تر ۱۷ مې نېټې پورې د ایرلېنډ په کوربتوب هم له یاد هېواد سره په پنځه شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button