افغانستان کې حالت له هغه سره توپیر لري چې رسنیو کې ښودل کېږي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان له هغه څه سره توپیر لري چې رسنۍ یې انعکاسوي
افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ښوونځي، پوهنتونونه او کار ځایونه تړلي، خو پر دې سربېره بیا هم طالبان د افغانستان اوسنی حالت عادي او ښه بولي.
نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې
پردې سربېره چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د دوو کلونو په تېرېدو سره، افغانان له بیوزلۍ، وزګارتیا، ناسم امنیتي وضعیت او ورځ تر بلې د بې کوره کېدو له زیاتېدو سرټکوي، خو طالبان او ځیني هیوادونه هڅه کوي د افغانستان دغه ناوړه تصویر پټ وساتي.
خو دا هر څه طالبان عادي او ښه بولي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه څه چې د افغانستان په اړه په رسنیو کې خپریږي له حقیقته لرې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خانه متقي د اتریش د ازادۍ ګوند له غړو سره په لېدنه کې زیاته کړه چې، په افغانستان کې اوسنی حالت«کوم څه چې په رسنیو کې خپریږي له اوسني حالت سره توپير لري.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې متقي خوښي څرګنده کړه چې د اتریش د ازادۍ ګوند غړي «د افغانستان وضعیت له نېږدې ګوري.»
طالبان تر اوسه په رسمیت نه دي پېژندل شوي
د ضياء احمد په وينا، متقي د اتريش د ازادۍ ګوند له غړو سره په ويانا کې د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره د کونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او د نورو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې کړې دي.
د نوموړي په خبره، د اتریش د ازادۍ ګوند غړو «د افغانستان حالت تر هغه څه ښه لوستلی چې کابل ته یې تر سفر مخکې له رسنیو اوریدلي و.»
نور ولولئ: د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو بغلان کې درې خبریالان نیولي
د ضيا احمد په وينا، د اتريش د ازادۍ ګوند غړي یوهانس وويل: «زه خواشينی يم چې د افغانستان مرکزي حکومت (طالبانو) چې هر اړخيز امنيت يې ټینګ کړی او په افغانستان کې يې د څلورو لسيزو ګډوډي ته د پای ټکی کېښود. تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندل شوی.»
افغانستان کې نه افغانان امن دي او نه هم ورته په ادارو او نورو برخو کې د کار زمینه شته ځکه اکثره خلک چې د طالبانو په لیکو کې نه دي، ددې حق نه لري چې دولتي دندې وکړي او یا په دولت کې په خپل مسلک کې پاتې شي.