افغانستان کې دایټالیا سفیر ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړۍ شو.
ولسمشر غني د کابل لپاره ايټاليا سفير سره د مخه ښې کتنه وکړه او
نوموړي ته يې د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ دغه
مډال پرون په ارګ ګې یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړ نوموړې د افغان دولت څخه مننه
وکړه او دا یی د افتخار خبره وګڼړله چې د افغانستان له دولت لخوا ورته د غازي مير
مسجدي خان مډال ورکړل شو. .
له ولسمشرۍ مانړۍ نه خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي
دي، “د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د
ایټالیا سفیر روبیرټو کانټوني سره د مخه ښې کتنه کې نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان
دولتي مډال ورکړ هغه دغه مډال د خه
کارکردګۍ له امله ورکړل شوۍ دۍ. .”
ولسمشر غني د افغانستان او
ایټالیا ترمنځ د مرستو او دوستانه اړیکو په برخه کې د ایټالیا د سفیر هلې ځلې
وستایلې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لاپراختیا هیله وکړه او وویل ایټالیا سره مونږ خه تعلقات غواړو او ټول عمر
لپاره يی غواړو. .
د ایټالیا سفیر په افغانستان
کې په خپل ماموریت د خوښي څرګندولو ترڅنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختبا
او ارزښت په اړه خبرې وکړې. هغه
افغانستان کې د خپل ماموریت لاسته راوړنې بیان کړې او د افغانانو کلتور یی د نړۍ
به کجه خه کلتور یاد کړ.
نوموړې افغانان با جراته قام وباله او د افغانانو د تاریخ ستاینه یی وکړه. هغه افغانان ملمه دوسته وګڼړل هغه په افغانستان کې د څږ کالو راهیسې سفیر وو . او خه په ایماندارۍ او صداقت یی خپله دنده اجراء کوله
اینده لپاره هم باید همدغسې وړ خلکو ته مډالونه ورکړل شی. تر څو نړیواله ټولنه دې ته تشویق شي چې افغانستان او افغانانو لپاره کار وکړي او په څان بسیا افغانستان ولرو.
د یادونې وړ ده چې ايټا لیا د افغانستان سره خورا زیاتې مرستې کړي دي. او په دې لړ کې ټوله نړیواله هم څارې نه لري. افغانستان چې د نورو په په پرتله ډېر کومک ته ضرورت لري نو له همدې وجې افغانستان سره نړیواله ټولنه زیات کومک کوي. مونږ افغانو ته هم پکارده چې دغه کومک چې د افغانستان ته ورکړۍ کيږي باید په سمه توګه ترینه استفاده وشي. او د افغانستان د ابادولو لپاره ږکارول شي. .