نړیوال خبرونه

افغانستان کې دولتي پوهنتونونه راتلونکې اوونۍ بېرته پرانیستل کېږي

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان کړی چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه راتلونکې چارشنبه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي. د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي. خو دا واضح نه ده چې ایا ښځینه محصلینې به هم وکړای شي چې پوهنتونونو ته ستنې شي او که نه. د طالبانو د لوړو زدکړو وزير هم خپل ویډیویي پیغام کې د نجونو محصلینو په اړه کوم وضاحت نه دی کړی.

ښاغلي حقاني ويلي، د پوهنتونونو له پیلېدو وروسته به محصلينو ته درې اوونۍ درس ورکړل شي، او د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي. دغه راز په ګرمو سيمو کې به راتلونکی سمستر د راتلونکي هجري شمسي کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

نور یی ولوله | نواز الدین صدیقي خپل خوب په حقیقت بدل کړ

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي دي او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي. د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نجونو ته هم اجازه نشته چې دولتي پوهنتونو يا له څو ولايتو پرته منځنيو ښوونځیو ته ولاړې شي. نړيوال پر طالبانو فشار راوړي چې که په رسمیت پېژندل کېدل غواړي نو باید ځینې شرطونه ومني، چې نجونو ته دې د زدکړو اجازه ورکول هم پکې یو شرط دی.

همدا تېره اوونۍ د طالبانو استازو په ناروې کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو استازو سره هم د نجونو د زړکړو په ګډون پر ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې. طالب چارواکو له دې مخکې ویلي وو، هڅه کوي د نجونو زدکړو ته مناسب شرایط برابري کړي. دې ډلې همدا راز ژمنه کړې ده چې په راتلونکي پسرلي کې به د هر عمر نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button