هنر او ادب

نواز الدین صدیقي خپل خوب په حقیقت بدل کړ

د بالیووډ فلمونو مشهور او باصلاحیته اداکار نواز الدین صدیقي خپل هغه خوب په حقیقت بدل کړ، چې د یو ښایسته کور ارمان یې درلود او اوس یې دغه کور په ممبۍ کې جوړ کړ.

هندي رسنیو د نواز الدین صدیقي د نوي کور عکسونه خپاره کړي دي او لیکلي یې دي، چې نواز الدین صدیقي د همداسې یو کور جوړولو خوب درلود، چې اوس یې پوره کړ.

نواز الدین صدیقي د هند د یو کوچني کلي څخه ممبۍ ته راغلی و، تر څو په فلمونو کې کار وکړي، هغه ډېر کلونه په فلمونو کې کوچني کوچني کردارونه ولوبول او وروسته بیا د بالیووډ یو له مشهورو اداکارانو څخه شو.

د نواز الدین صدیقي دا کور په ممبۍ کې دی او هغه ورته د (نواب) نوم ورکړی دی، چې د هغه د پلار نوم دی. د سپین رنګ دا درې منزله کور په اصل کې یوه بنګله ده، چې مخې ته یې چمن هم شته.

نور یی ولوله | پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د دې کور ټول دننه ډیزاین نواز الدین صدیقي په خپله جوړ کړی، ځکه هغه د همداسې یو کور جوړولو ارمان درلود.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button