ځاییکورني خبرونههنر او ادب

افغانستان کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران نیول شوي

راپورونه وايي چې طالبانو د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران نیولي او لا درکه دي

طالبانو شاوخوا دوه میاشتې کیږي، چې د نجونو د زده کړو فعال او د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکار فهیم عظیمي نیولی دی.

د روباټیک ټیم بنسټ ایښودونکې رویا محبوب د عظیمي نیول کېدل تایید کړل او ویې ویل چې طالبانو هغه او همکاران یې له هېواده د روباتیک ټیم نجونو د ایستلو په تور نیولي دي.

نور ولولئ: د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو ۱۹۰ هېوادونو کې دویم مقام خپل کړی

مېرمن محبوب وویل، چې ښاغلی عظیمي او همکاران یې د تلې له ۲۵ مې د طالبانو په بند کې دي.

دا کسان په کارته چهار کې نیول شوې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ښاغلی عظیمي له یوه ملګري سره یو ځای د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند کارته چهار سیمه کې نیول شوی دی.

د رویا محبوب په وینا؛ د ډیجیټل ښاري وجهي صندوق چې فهیم عظیمي یې په کابل کې مسوول دی، د زرګونو ښځینه زده کوونکو لپاره یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

نور ولولئ: په کویټ کې یو روباټ د یوې رسنۍ نطاقه وټاکل شوه

رویا محبوب د دغه تعلیمي مرکز له بنسټ ایښودونکو څخه ده. هغې وويل، چې ښاغلى عظيمي په افغانستان کې ددغه مرکز مدیر و.

د تعلیمي فعالیتونو له جواز سره یو ځای نیول شوی

هغې د چهارشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې ښاغلي عظیمي د تعلیمي فعالیتونو جواز درلود او د بشري مرستو په برخه کې هم فعال و.

د مېرمن محبوب په وینا؛ طالبانو دغه تعلیمي فعال د کابل له سقوط وروسته د افغان روباټیک ټیم په وتلو او د طالبانو پر ضد د مظاهرو په تنظیمولو کې په همکارۍ تورن کړی دی.

د افغان روبوټیکو نجونو د ډلې مشرې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماموریت، یوناما او نورو نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې د فهیم او د هغه د همکار د خوشې کولو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

دا لومړی ځل نه دی بلکې طالبانو له دې وړاندې هم زرګونه کسان د مدني او تعلیمي فعالیتونو په تړاو نیولي چې له دې ډلې عطاءالله ویسا تقریبا میاشت وړاندې خوشی شو او د نیولو یې هېڅ علت معلوم نشو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button