نړیوال خبرونه

افغانستان کې د امریکايي عسکرو مشري د امریکا مرکزي قومندانۍ ته ورکړل شوه

افغانستان کې د امریکايي عسکرو مشري د امریکا مرکزي قومندانۍ ته ورکړل شوه.په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومنداني له جنرال سکاټ میلر څخه د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان «کنټ مک کنزي» ته وسپارل شوه.

د مسئولیت د لېږد دغه مراسم په ولسمشری ماڼړی کې جوړ شوي و او په مهال یې سکاټ میلر ویلي، چې دی به د افغانستان خلک او ټول هغه کسان چې دلته یې «قرباني» ورکړې یاد وساتي.هغه زیاته کړې، چې اوس وخت په افغانستان کې د جګړې کچه په اوج کې ده او په دې حالت کې د سولې تامین ستونزمن دی، نو دده په خبره، طالبان باید د جګړې کچه راټيټه کړي او د مذاکراتو مېز ته را وګرځي.

img 20210713 085617

مک کینزي چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ «سینټکام» قومندان دی او په افغانستان، عراق او سوریه کې امریکایي پوځيان رهبري کوي. کینزي ویلي، چې د افغانستان او امریکا تر منځ  د اړیکو نوی فصل پرانیستل شوی او که څه هم د مرستو بڼه به له تېر حالت څخه توپير ولري، خو مرستې به روانې وي او د کمېدو هڅه به یې ونشي.

کینزي د افغانستان لوی ښارونه د طالبانو د بریدونو تر ګواښ لاندې بللي او هغوی یې تورن کړي، چې له امریکا سره د کړي توافق خلاف د افغانستان له حکومت سره د سولې په ځای د زور له لارې د هیواد د نیولو هڅې کوي.د هغه له قوله، د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته به امریکا په افغانستان کې د داعش او القاعده د فعالیتونو په مخنیوي تمرکز وکړي.

په افغانستان کې د امریکایي فو ځیانو قومنداني داسې خت مک کینزي ته سپارل کېږي، چې د امریکا ولسمشر وایي، د روان میلادي کال د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت ختموي او په دې توګه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی ږدي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button