کورني خبرونه

افغانستان کې د امریکایي ماموریت د پای پلټنې پیلوي

 افغانستان  افغانستان

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي په افغانستان کې د امریکا وروستیو دیپلوماتیکو عملیاتو ته له سره لیدنه  کوي درویټرز په رپوټ کې د یاد وزارت مسوولینو ویلی چی د یاد وزارت عمومي څیړونکی  به له کابله په بېړنیزه توګه د امریکا سفارت چارواکو ایستلو په ګډون وروستیو کې په افغانستان کې د جو بایډن حکومت

 دیپلوماتیکو فعالیتونو ته له سره لیدنه  وکړي رپورټ کې راغلي عمومي پلټونکې به دغه راز افغان کډوالو ته د امریکا ځانګړې ویزی او په دغه هېواد کې  ژوند کولو لپاره  پروګرام هم  سره ارزوي د امریکا خارجه وزارت  عمومي څیړنو دفتر سرپرستې ډیانا شا د دوشنبې پر ورځ د امریکا کانګرېس ته وویل دوی په افغانستان کې د امریکا دیپلوماتیک او پوځي ماموریت پای ته رسېدو چارو ته د بیا  لیدنی څو پروژې پیلو.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د یادونې وړ  ده چی  د امریکا کانګرېس یو شمېر غړو له افغانستان نه  د امریکايي پوځیانو وتلو پر تګلاره سختې نیوکې کړې د یادونې وړ  ده چې د اګست پر پنځلسمه د افغانستان مخکی حکومت له پرځیدو وروسته طالبانو د کابل واک ترلاسه کړ او د نژدې دوو اونیو په عملیاتو کې امریکايي ځواکونو د کابل هوايي ډګر له لارې نژدې ۱۱۰ زره بهرني وګړي او افغانان له هېواده ویستل. . کابل ته د طالبانو له ننوتو سره د امریکا بهرنیو چارو

یاد وزارت هغه مهال افغانستان کې مېشتو امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړ چې کابل کې امنیتي وضعیت په ډیر ژر بدلېږي او سپارښتنه یې ورته وکړه چې ځانونه وساتی امریکایي چارواکو د اګست پر پنځلسمه ومنله چې کابل کې یې د امریکا هغه مهال سفیر راس وېلسن یې د سفارت له ودانۍ ایستلی ..

د کابل هوایي ډګر ته لېږل شوی او همدا راز کابل کې د امریکا پر سفارت د دې هېواد بیرغ راښکته کړل شوی دی د تېر اګست پر ۳۱ مه وروستی امریکايي پوځي د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستانه ووت او ورسره له دغه هېواده د امریکايي پوځیانو او دیپلوماتانو ایستلو بهیر پای ته ورسېد

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button