نړیوال خبرونه

افغانستان کې د امریکا د موقت حکومت نوې طرحه

افغانستان کې د امریکا د موقت حکومت نوې طرحه واشنګټن پوسټ خبرپاڼه لیکي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا نوې جوړه شوې طرحه، چې تېره هفته د خلیلزاد په لاس افغان چارواکو او طالبانو سره شریکه شوه، د موقت حکومت ترڅنګ دوه نور مهم مسایل پکې شامل دي.

وی لیکي چې د امریکا په طرحه کې د موقت حکومت ترڅنګ نوی اساسي قانون او اوربند هم شامل دي او امریکا یې د منځته راتلو هوډ کړی ورځپاڼه زیاتوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې نوي پلان په هکله څه نه دي ویلي، چې اوربند او نوی اساسي قانون پکې شامل دي او که نه خو زیاتوي چې دوو افغان چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط تایید کړې چې طرحه کې اوربند او نوی اساسي قانون به هم ځای ولري.

دغه پاڼه وای د افغان چارواکو له قوله لیکي چې په دې طرحه کې داسې مسایل ځای شوي چې ښايي حکومت او طالبان ګډ بحث پرې ونه کړي، ځکه خو ښايي یاده طرحه پلي نه شي.افغان حکومت په وروستیو کې د لنډ مهالي حکومت وړاندیز رد کړی دی او د اساسي قانون له مخې د ټاکنو له لارې واک پرېښودلو باندې یې ټینګار کړی دی. ولسمشر غني ویلي چې په اساسي قانون کې بدلون ته تیار دی؛

خو وایي که طالبان واک ته رسېدل غواړي نو په ټاکنو کې دې ګډون وکړي او د خلکو په رایه دې خپل حکومت جوړ کړي.امریکايي چارواکي بیا د سولې لپاره د نوې طرحې په تطبیق ټینګار کوي او پرون یې یو ځل بیا افغان حکومت ته ګوتڅنډه وکړه چې یاده طرحه واضحه ده او باید مخنیوی یې ونه شي.

img 20210312 110328
ارګ

د متحده ایالاتو حکومت ویلي، چې نور له افغان جګړې په تنګ راغلی او غواړي د یادې طرحې د تطبیق او د خپلو سرتېرو د ایستلو له لارې جګړه ختمه کړي تر حو افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.او افغان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.دوی وای چې که جګړې دوام وکړ نو دا به د هیڅ چا په خیر نه وي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button