سیمهنړۍ

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره د چین، ایران او روسیې مخالفت

اړوند خبرونه:

د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی

د چین، ایران، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د څلور اړخیزې ناستې په اعلامیه کې، یادو هېوادونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له بېرته ځای پر ځای کېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.

د «ګلوبل ټایمز» د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکن د تلې په ۴مه وویل، په دې غونډه کې د څلورو هېوادونو وزیرانو په ښکاره توګه له هغو «هېوادونو څخه چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي» په پوځي اډو کې د ځواکونو د بېرته ځای پر ځای کولو مخالفت وکړ. د ده په وینا، د چین، روسیې، پاکستان او ایران وزیرانو دا اقدامات د سیمې د سولې او امنیت لپاره زیانمن وبلل.

هغه زیاته کړه: «دا اعلامیه په بشپړ ډول د افغانستان د ګاونډیانو د حاکمیت، خپلواکۍ او ملي عزت درناوی، او همدارنګه د نړیوالې ټولنې ګډه اراده چې د افغانستان د ثبات او بیا رغونې لپاره مرسته وکړي، څرګندوي.»

ده ټینګار وکړ: «چین د افغانستان د ګاونډي او یوه مسوول هېواد په توګه غواړي له نړیوالې ټولنې سره د افغان اړخ د ملاتړ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د سولې او بیا رغونې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ چې په دې غونډه کې ګډون کړی و، ټینګار یې وکړ چې هېوادونه باید د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

که څه هم د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند کوم ځانګړي هېواد یاد نه کړ، خو دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ، د ده اداره هڅه کوي د افغانستان بګرام هوايي اډه له طالبانو بېرته ترلاسه کړي.

پاکستان هم یو له هغو هیوادونو څخه و چې اعلامیه یې تایید کړې خو عملاً داسي ښکاري چې دې هیواد د ځینو امتیازونو د ترلاسه کولو په بدل کې د بګرام په ترلاسه کولو کې له امریکا سره همکارۍ ته غاړه ایښې ده.

ټرمپ همداراز تېره شنبه په «ټروت سوشل» کې لیکلي و: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته هغه بنسټ ته چې جوړ کړی یې دی، یعنې متحده ایالاتو ته ور ونه ګرځوي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

د «العربیه» سرچینو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د طالبانو مشر، هبت الله اخوندزاده، د بګرام هوايي اډې د برخلیک په اړه د یوې عاجلې غونډې غوښتنه کړې ده.

د العربیه د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر په تېرو ورځو کې له خپلو یو شمېر جګپوړو چارواکو لکه دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو له مسوولانو سره محدودې غونډې کړي دي.

سرچینو زیاته کړه چې په دغو غونډو کې د بهرنیو ځواکونو د هر ډول بېرته راتګ په کلکه مخالفت شوی دی. دوی وویل د طالبانو هغه اعلامیه چې تېره یکشنبه د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې خپره شوه، د همدې غونډو د پایلو پر اساس په کندهار کې جوړه شوې وه.

له بلې خوا راپورونه وايي چې د بګرام د بېرته نیولو په باب د ټرمپ له خبرداریو وروسته د طالبانو دفاع وزیر د چین په بلنه او د ملا هبت الله اخوندزاده په موافقه پیکینګ ته سفر کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button