افغانستان

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام: د اروپايي اتحادیې د تازه مرستې هرکلی کوو

اړوند خبرونه: 

ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د اروپایي اتحادیې د ۱۶.۵ میلیون یورو مرستې هرکلی وکړ.

د خوړو نړیوال پروګرام نن (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله ویبپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې د اروپايي اتحادیې دا مرسته د افغانستان لپاره د دې ادارې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د څانګې (ECHO) له لوري چمتو شوې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا شپاړس نیم میلیون یورو، چې ۱۷ میلیونه او ۴ لکه امریکايي ډالره کېږي، په یوه حیاتي وخت کې ورکړل شوي او د خوړو نړیوال پروګرام ته به دا وړتیا ورکړي چې د زیانګالو کورنیو لپاره خپلې عمومي خوراکي مرستې او د میندو او کوچنیانو لپاره د تغذیې پروګرامونه پراخ کړي.

د نړیوالو مرستندویو ادارو پر اساس، سره له دې چې په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب په وضعیت کې د ښه والي نښې لیدل شوي، په ځانګړې توګه د اغېزناکې بشري مرستې له امله، د دې هیواد ډېر وګړي لا هم له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

د اروپایي اتحادیې د بشري مرستو د عملیاتو څارونکی فرانسوا ګومانس وویل. “د افغانستان له درې برخې څخه زیات وګړي له داسي حوړو محروم دي چې د دوی اړتیاوې پوره کړي او له خوارځواکۍ څخه یې وژغوري.

اټکل کیږي چې په روان ژمي کې نژدې ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو دله بحران او بیړني وضعیت سره مخامخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button