نړیوال خبرونه

افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

اړوند خبرونه: 

عباس ستانکزی ازادې رسنۍ غواړي، خو بله ډله طالبان ورباندې محدودیت وضع کوي

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر رییس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې داعش خراسان لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي. ولادیمیر ایوانوویچ ورونکوف وویل، «داسې رپوټونه دي، چې بهرني ترهګر افغانستان ته سفر کوي».

دغه روسي چارواکي زیاته کړه چې داعش خراسان نه یوازې په افغانستان کې بریدونه کوي، بلکې په اروپا کې یې هم د خپلو پلویانو له لارې حملې تنظیم کړې دي.

نړیوال ټیکاو او سولې ته د ترهګریزو ګواښونو په تړاو دې ناستې ته د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر مرستیال وویل چې داعش لا هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو نوي جنګیالي جذبوي.

ورونکوف وویل، سره له دې چې ملګري ملتونه، نړیوال او سیمه‌ ییز شریکان د داعش فعالیتونو د مخنیوي هڅې کوي، دې ډلې لا هم خپلې کړنې روانې ساتلې دي.

په دې ناسته کې د سوریې وضعیت ته هم نغوته وشوه، چې د ورونکوف په وینا، د دغه هېواد حالت د داعش د بیا پیاوړتیا لامل کېدای شي. هغه وویل چې لا هم ۴۲،۵۰۰ کسان، چې د داعش غړي او د دوی خپلوان دي، د سوریې په کمپونو او زندانونو کې ساتل کېږي.

د رپوټ له مخې، له ۷۰۰ زیات عراقي وګړي، سلګونه سوریایان او ۸،۶۰۰ نور بهرني وګړي د سوریې په کمپونو کې بند پاتې دي.

ورونکوف وویل چې په عراق کې خپلو هېوادونو ته د داعش داسیرانو ستنولو بهیر ډېر ورو روان دی او یوازې ۷۶۰ کسان عراق بېرته منلي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو څو ځله پر پاکستان نیوکه کړې چې د طالبانو د رژیم پرضد داعش ډلې ته روزنه ورکوي او مرکزونه یې هلته دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button