روغتیا

افغانستان کې د شري پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېدلی

طالبان وايي، افغانستان کې د شري ناروغي خوره شوې او د پرې اخته کسانو شمېر زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت دواړه وايي، په دغه هېواد کې د شري یا سرخکان ناروغي پېښې ډېرې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په روان کال کې د شري ناروغۍ د مشکوکو پېښو له لسو زرو ډېرو ازموینو نژدې شپږ زره مثبتې ثبت وې.

د مثبتو پېښو ثبتېدل

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال په تحلیلي راپور کې کښلي چې شری یا سرخکان د ۲۰۲۱ کال له نیمايي راهیسې په افغانستان کې په ډېرېدو دی. په دغه راپور کې راغلي چې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې یې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د شري شپږ زره مثبتې پېښې او له دغې ناروغۍ لږ تر لږه ۲۲۳ مړینې ثبت کړې دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د دغې ناروغۍ مشکوکې پېښې هم د تېر کال پرتله ډېرې شوې دي.

نور ولولئ: د خوړو پرته د وزن له لاسه ورکولو 8 لارې

نور ولولئ: د کوليسټرول (وينې غوړ) کمولو څو اسانه لارې چارې

“لکه څرنګه چې شری یا سرخکان يوه ساري وېروسي ناروغي ده، په افغانستان کې يې هم ځينې وخت د دغې ناروغۍ ګراف پورته کېږي، نسبتا تېر کال ته سږ له موږ سره د مشکوکو او مثبتو واقعاتو ګراف پو څه اندازه پورته شوی دی.”

د واکسین ملي کمپاین

ښاغلی امرخېل زیاتوي، دغه وزارت غواړي د راتلونکي میلادي کال په پیل کې د شري ناروغۍ د واکسين ملي کمپاین پلی کړي چې په کې به ۱۶ مېلیونه له لس کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.

نوموړی وايي، “په نژدې مياشتو کې موږ پلان لرو چې د شري د واکسين ملي کمپاين تطبيق کړو، د دې په توسط سره به موږ وکولی شو چې په افغانستان کې د شري له زياتېدونکو واقعاتو مخنيوی وکړو. له ولسونو مو هم غوښتنه همدا ده چې په داسې حالتونو کې که د دوی ماشومانو کې نښې او علايم د سرخکان راښکاره کېږي، بايد نور ماشومان ورڅخه وژغورل شي او دوی په دغسې حالتونو کې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي تر څو د دوی د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ نشي.”

دغه وزارت له دې وړاندې د کورنیو بې ځایه شوو شمېر ډېرېدل او د کډوالو په تېره بیا له پاکستانه ورستنېدل هم د شري د ناروغۍ لا خپرېدو لامل بللي و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button