افغانستان کې د عاشورا مراسم؛ امنیتي تدابیر او بلخوا د یادو مراسمو محدودل
بلخ ولایت کې عاشورا مراسمو ته د امنتیتي تدابیرو خبر ورکول کېږي، بل لورته شیعهګان وهل شوي دي
په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې طالبانو شیعه مذهب چې خپل مراسم لمانځي وهي او ټکوي.
بل لورته د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره بلخ کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د شیعه وګړو اړوند جوماتونو او تکیهخانو امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.
نور ولولئ: د محرم میاشتې لومړی ۱۰ ورځې، پېښور ته د افغانانو پر تګ بندیز ولګېده
د بلخ امنیې قومنداني د امنیت امر عبدالحی عابد رسنیو ته ویلي چې دغه ولایت کې د عاشورا مراسمو امنیت لپاره د ښار بېلابېلو سیمو کې ګډ امنیتي ځواکونه ګومارلې دي.
عابد وايي: «د عاشورا مراسمو لپاره بشپړ امنیت نیول شوی او خلک کولای شي چې خپل مذهبي مراسم په امنه فضا کې او له اندېښنو لرې ترسره کړي.»
له امنیتي تدابیرو هر کلی او محدودیتونه
څو ورځې وړاندې د شیعهګانو مذهبي شورا له طالبانو غوښتي و چې د دوی پر مراسمو لګېدلي محدودیتونه لرې او د مراسمو نماځنې ته پرېښودل شي، خو په ورته وخت کې یو شمېر شیعه مذهبي بیا د مرحوم ورځو کې د دوی اړوند مراسمو کې د امنیتي چارواکو له حضور هرکلی کوي او د دوی شتون د یوه بل د منلو او ملي یووالي نښه بولي.
نور ولولئ: اهل تشیع: طالبان دې د محرم پر مراسمو محدودیتونه لرې کړي
د بلخ یوه اوسېدونکي سجاد موسوي وايي چې د عاشورا مراسمو امنیت ټینګښت به یادو مراسمو کې د خلکو د ګډون کچه او لېوالتیا ډېره کړي. هغه وویل: «د بلخ جوماتونو او تکیهخانو څخه د امنیت امر له لیدو خوښ یوو او دا به د یووالي او ورورولۍ ستنې پیاوړې کړي.»
شیعه مذهبو ته د طالبانو له لوري خنډ
طالبان هڅه کوي چې اهل تشیع د مراسمو د نمانځنې لپاره په ښارونو کې سړکونو، لارو او کوڅو ته راونهځي، بلکې دننه په جوماتونو او تکیهخانو کې یې ترسره کړي، ځکه په ځینو سیمو کې راوتلي شیعهګان په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې طالبان یې وهي او ټکوي، خو ددې تر څنګ بيا بلخ ولایت کې یو شمېر نور شیعه مذهبي هم د عاشورا لپاره د امنیت له ټينګښت خوښي ښيي او وایي چې طالبانو یې ښه امنیت نیولی دی.
بلخ کې امنیتي مسوولان داسې مهال دغه ولایت کې د جوماتونو او تکیهخانو د امنیت ټينګښت ډاډ ورکوي چې له دې وړاندې د شیعه مذهبو اړوند تکیهخانو او جوماتونو باندې خونړي بریدونه شوي دي.