نړیوال خبرونه

افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په هکله د خوړو نړۍوال پروګرام راپور

د ملګرملتونو سازمان د خوړو پروګرام په یوه نوي رپوت کې یو ځل بیا په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په هکله ګواښ کړی دی. دغه سازمان وايي ویلي چې په افغانستان کې کابو ۱۹،۷ مېلیونه تنه له سختې لوږې سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا اوږدمهاله وچکالي او ژور اقتصادي ناورین په ټول افغانستان کې یې د مېلیونونو تنو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

د خوړو نړۍوال نړۍوال پروګرام د رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«د خوراکي مصووینت د هغه لړ لیک له مخې چې د ۲۰۲۲ کال په جنوري او فبروري میاشتو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د بنسټ، د دغه سازمان د خوړو د پروګرام او ځینو نورو نادولتي ادارو له لوري برابر شوی دی، ۱۹،۷ مېلیونه تنه یعنې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس له حادې لوږې سره مخ دی.»

 فقر، بې وزلي او بې روزګاري د کابل په واټونو او سړکونو کې په څرګنده لیدای شئ، لکه څرنګه چې ډېر خلک د سړکونو پرغاړه او په ډېر لنډ واټن کې د یوې نمړۍ ډوډۍ په تمه ناست دي. بې وزلی عزیز الله وايي:«په ودانیزو کارونو په بشپړه توګه بلد یم؛ خو کار نشته. کراچۍ مې اخیستې او د سړک سر ته راغلی یم، د ورځې شل افغانۍ کار کوم. دولس تنه نفقه خواره لرم.»

نور یی ولوله | پر اسلامي امارت د فشار زیاتوالي په هکله د امریکا ګواښ

نه یوازې عزیز بلکې په افغانستان کې زرګونه نور هم له ورته برخلیک سره مخ دي. یوه بې وزله مېرمن هم څرګندوي:«زه کونډه یم، څلور یا پنځه میاشتې کېږي همدلته ګدايي کوم. اته میاشتې کېږي چې خاوند مې مړ شوی دی.»  ورته مهال د اقتصاد وزارت وايي چې سټراټيژيکې او د خوړو د ناامنۍ پروګرامونه په پام کې لري.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د اقتصاد وزارت په اوږد مهاله سټراټيژيک پلان کې، د افغانستان اقتصادي بخ بناوې ترمیم او تقویت او همدارنګه سترې اقتصادي او سوداګریزې پروژې تر کار لاندې دي.»

دا په داسې حال کې ده،چې څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي ویلي وو،چې د کار د نړۍوال سازمان ارزونه ښيي،چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۰۰ زره تنو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button