افغانستان

افغانستان کې د مارغانو لومړنۍ سروې؛ د لندو سیمو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی

افغانستان له کلونو وروسته د اوبو د مرغانو په نړیواله سروې کې ګډون کړی او چاپېریالي څېړونکو د هېواد په څو مهمو افغانستان کې د مارغانو لومړنۍ سروې لندو سیمو کې د مرغانو لومړنۍ پراخه سروې ترسره کړې ده.

دا سروې د «ری‌وایلډ» په نوم د یوې افغان چاپېریالي ادارې له خوا ترسره شوې، چې له مخې یې افغانستان د اوبو د مرغانو د نړیوالې کلنۍ سروې برخه ګرځېدلی دی. په دغه نړیوال پروګرام کې د نړۍ ۱۸۹ هېوادونه ګډون لري.

Nature Afghanistan nature

د افغانستان لندې سیمې له جدي ګواښ سره مخ دي

د سروې ټیم د افغانستان شپږو مهمو لندو سیمو او ډنډونو ته سفر کړی؛ هغه سیمې چې د کوچ کوونکو مرغانو لپاره مهم تمځایونه ګڼل کېږي. هر کال زرګونه مرغان د هند او پاکستان له تودو سیمو د منځنۍ اسیا او سایبریا پر لور کوچ کوي او افغانستان د دوی د تګ راتګ مهم مسیر بلل کېږي. افغانستان کې د مارغانو لومړنۍ سروې

د سروې پایلې ښيي چې د افغانستان ډېری تاریخي لندې سیمې د وچکالۍ، اقلیمي بدلون، غیرقانوني ښکار، د کرنیزو ځمکو پراختیا او د اوبو کمښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.افغانستان کې د مارغانو لومړنۍ سروې

د «ری‌وایلډ» ادارې اجرائیه مشر ایوب علوي ویلي، د پخوانیو کلونو پرتله اوس د مرغانو طبیعي استوګنځایونه ډېر زیانمن شوي دي.

servey of bird water

هغه ویلي:

«د مرغانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. ځینې سیمې بشپړې وچې شوې او په ځینو نورو کې د مرغانو شمېر کم شوی دی.»افغانستان کې د مارغانو لومړنۍ سروې

دا هم ولولئ:  د اوبو مدیریت په اړه کمپاین؛ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نوښتګر ګام

د «آب ایستاده» جهیل وچېدو اندېښنې زیاتې کړې

د سروې ډلې د کابل سیند پر بندونو، د آمو سیند د غاړو پر لندو سیمو او د غزني په «آب ایستاده» جهیل کې هم څېړنې ترسره کړې دي.

څېړونکو ویلي چې د غزني «آب ایستاده» جهیل، چې پخوا د فلامینګو مرغانو مهم استوګنځای و، اوس په بشپړه توګه وچ شوی او هلته هېڅ مرغان نه دي لیدل شوي. افغانستان کې د مارغانو لومړنۍ سروې

دغه جهیل پخوا د زرګونو فلامینګو مرغانو د تم کېدو او نسل اخیستو مهم ځای ګڼل کېده، خو وچکالۍ، د اوبو بندونو او د ځمکنیو اوبو زیات استعمال یې وضعیت خراب کړی دی.

shutterstock 477306787 1

بلخوا د غزني «سرده بند» سیمه د مرغانو لپاره مناسبه موندل شوې ده. د سروې پر مهال هلته د مرغانو ۴۵ بېلابېل ډولونه ثبت شوي، چې زرګونه د اوبو مرغان هم پکې شامل وو. افغانستان کې د مارغانو لومړنۍ سروې

د سروې ټیم خبرداری ورکړی چې که د لندو سیمو ساتنې، د اوبو مدیریت او د غیرقانوني ښکار مخنیوي ته جدي پاملرنه ونه شي، افغانستان به د طبیعي مرغانو او وحشي ژوو مهم استوګنځایونه له لاسه ورکړي. افغانستان کې د مارغانو لومړنۍ سروې

د «ری‌وایلډ» اداره وایي، هڅه کوي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان نورې طبیعي سیمې هم وڅاري، څو د مرغانو او طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره پراخ چاپېریالي پروګرامونه پيل شي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button