نړیوال خبرونه

افغانستان کې د ناټو پاتې کېدو پرېکړه لا هم نده شوې

افغانستان کې د ناټو پاتې کېدو پرېکړه لا هم نده شوې.وروسته له هغه چې یوې رسنی راپور ورکړ، چې تر می میاشتې وروسته هم ناټو پلان لري په افغانستان کې خپل عسکر وساتي؛ د ناټو تړون يې په اړه ویلي، چې دا ډول خبرونه دروغ دي.

ناټو غړي وايي لا هم په افغانستان کې د پاتې کېدو پرېکړه نه ده شوې.رویټرز خبري اژانس خبر د نوم نه څرګندولو په شرط د ناټو د يوه چارواکي له قوله ليکلي و، چې د ټولو فوځیانو وتلو پر شرط عمل نه دی شوی. د امريکا نوې ادارې په پاليسۍ کې هم بدلون راځي او د ځواکونو وتلو تګلاره بايد دقيقه حساب وشي.د ناټو ویانده اونا لونګسیکو وایي، دا ډول خبرونه حقیقت نه لري

هغه زیاتوي تر اوسه پورې ناټو په افغانستان کې د خپل شتون په اړه پرېکړه نه ده کړې؛ خو د روانې «فبروري میاشتې» پر اوولسمه او اتلسمه نېټه به د ناټو دفاع وزیران سره راټول شي او په دې تړاو به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.لونګسیکو له دواړو خواوو غوښتي، چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع نکړي او تر څنګ یې پر طالبانو غږ کړی چې له «ترهګریزو ډلو» سره اړیکي پرې کړي.

افغانستان کې د ناټو پاتې کېدو پرېکړه لا هم نده شوې
افغانستان کې د ناټو پاتې کېدو پرېکړه لا هم نده شوې

د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د راتلونکې «می» میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.تر وسه پورې زرګونه امریکایي او ناټو عسکر له افغانستانه وتلي او یو شمېر لویې اډې يې هم تخلیه کړي دي؛ خو حکومت پر امریکا او ناټو ټینګار لري، چې له طالبانو سره په شوې هوکړه بیا ځلې غور وکړي او له افغانستانه خپل ځواکونو ویستلو کې ډې فکر نه کار واخلي.

ورته مهال طالبان بیا د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل خپله سره کرښه بولي او ټینګار لري، چې له دوی سره شوې هوکړه باید عملي شي.دويي وايي که چرته د قطر توافق عملي نشي نو دا به جنګ ته یو نوی باب پرانیزي او تاوتریخوالی به نور هم زیات شي.دويي زیاتوي چې د ټولو خواو خیر په سوله کې دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button